بيجنګ 03 نومبر (ا?? پي پي﴾ د پاكستان او چين ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې 15 لوظنامې او د تفاهم يا??ښت??نه لاسليك شول۔ په لوظ??ام?? كښې په پاكستان كښې د غربت خاتمه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې لوظنامې شاملې دي۔ دا لوظنامې او د تفاهم يا??ښت??نه د خالي په ورځ لاسليك شول۔ په لوظ??ام?? او د تفاهم په يا??ښت??نو د لاسليك په مهال وزيراعظم عمران خان او د چين وزيراعظم لي كي كيانګ هم موجود وو۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د كركيلې او اقتصادي تكنيكي مرستې لوظنامې لاسليك شوې۔ د ځنګلاتو٬ ارضياتي سائنس او د الېكټرانك موادو په څانګه كسې مرستې لپاره د تفاهم يادښت لاسليك شو۔ د پاكستان په پلاوي كښې خارجه وزير شاہ محمود قرېشي، د خزانې وزیر اسد عمر، د رېلوے وزیر شېخ رشید احمد، د منصوبه بندې او پرمختګ وزیر خسرو بختیار، د مېری ټائم سکیورټي وزیر علي زیدي، د بلوچستان وزیر اعلیٰ جام کمال ??ان او د وزیراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد او د چین په پلاوي كښې د چین خارجه وزیر وانګ ژي پشمول د كابينې ځينې غړي شامل وو۔ په دې موقع په پاكستان كښې د غربت خاتمې لپاره د تفاهم يادښت لاسليك شو۔ د اسلام آباد پوليسو او د بيجنګ پوليسو ترمېنځه د مرستې لوظ??ام?? هم لاسليك شوه۔ د پاكستان د لوړو زده كړو او د چين د سائنس اكېډمې ترمېنځه د مرستې لوظ??ام?? هم لاسليك شوه۔ د دې نه علاوه د پاكستان او چين د خارجه وزيرانو په كچه تزويراتي مذاكراتو لپاره دستاوېز هم لاسليك شو۔ د چين د اكېډمي آف سائنس او د پاكستان د موسمياتو د محكمې ترمېنځه د مرستې لوظ??ام?? هم لاسليك شوه۔
د پاكستان او چين ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې 15 لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاسليك شول
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین