اسلام آباد۔14 اګست(اے پي پي) صدر مملکت آ??ف علی زرداري د پاكستان 78 مې آزادۍ ورځ په موقع ټول پاكستاني اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي د آزادۍ ورځ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د هندوستان د مسلمانانو د تاريخي ستړو تر بام رسېدلې نقطه ده٬ د سوله ايزو او جمهوري هلو ځلو د لارې د پاكستان جوړيدل د تاريخ يو ځانګړے باب دے ٬ مونږ پاكستان لپاره بلها قربانۍ وركوؤنكو د تحريك پ??كستان لارښودو ٬ كاركنانو او خپلو مشرانو ته د عقيدت پېرزوئنې ډالۍ كوؤ۔ صدر مملكت د پاكستان د 78 مې آزادۍ ورځ 14 اګست 2024 په موقع په خپل پېغام كښې ووئيل په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له به مونږ له خپله منځي اختلافات يو اړخ ته كولو سره د هېواد سلامتيا او معاشي استحكام له د كار كولو عزم كول وي۔ ده ووئيل زمونږ هېواد ته پاك پ??ودګار بلها بشري او قدرتي وسائل وركړي او دا وسائل د اولس خېر ښېګړې له كارول زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئيل مونږ له به د قانون سرلوړۍ ٬ د جمهوري ادارو استحكام او د اولس ګټې له د زړه له كومي كار كول وي۔ صدر مملکت ووئيل قام زمونږ څخه خپلې هيلې تړلي او مونږ له به د هغوي د هيلو له مخې كار كول وي۔ مونږ له به د قائداعظم د فرمان” كه مونږ پاكستان سوكاله جوړول غواړؤ نو مونږ له به ټول پام د اولس او په خاص توګه د بې وزله طبقې خېر ښېګړې پلو ګرځول وي” څخه تحريك ترلاسه كول وي۔ ده ووئيل هم دا وخت دے چې مونږ پاكستان يو عظيم هېواد جوړولو له په خپلو ځوانانو او مېرمنو سرمايه كاري وكړؤ٬ د خذمات موقعې ښې كړؤ او كاروبار لپاره په زړه پورې چاپېريال رامخې ته كړؤ۔ صدر آ??ف علی زرداري ووئيل مونږ له به د آزادۍ جشن لمانځلو په موقع 7 لسيزو څخه د آزادۍ او خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره هڅې او ستړې كوؤنكو كشميرے او د فلسطين اولس هم ياد ساتل وي ۔ ده ووئيل نن مونږ په غ??ر قانوني توګه د هند د تسلط لاندې د جمو و كشمير او فلسطيني اولس جائزو حقونو لپاره د ملاتړ پخلے كوؤ۔ ده ووئيل راځۍ چې دا لوظ وكړؤ چې مونږ به د اولس پرمختګ لپاره كار كوؤ او پاكستان به يو سوكاله هېواد جوړوؤ۔ پاك پ??وردګار دې زمونږ د ټوزلو مل شي۔ آمين
د سوله ايزو او جمهوري هلو ځلو د لارې پاكستان جوړيدل د تاريخ يو ځانګړے باب دے ٬ د صدر آصف علي زرداري د پاكستان 78 مې آزادۍ ورځې په موقع پيغام
एमजी इलेक्ट्रॉनिक मनोरंजन विश्वसनीय लिंक
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری