لاهور۔6 ستمبر(اے پی پی) د استحكام پاكستان صدر او وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د 6 ستمبر دفاع ??رځ په اړه جاري كړي خپل بيان كښې وئيلي دي سږ كال به مونږ له د دفاع ????ځ د وفا ورځې په توګه د لمانځلو لوظ كول وي ولې چې په پاك پوځ ټول قام وياړي او سپاه سره وفا كښې د ګران هېواد بقاﺀ ده۔ ده ووئيل په 6 ستمبر كال 1965 زمونږ مېړنو ځواكونو دښمن ته په سب?? ښودلو سره د مړانې هغه دستانونه رقم كړل كوم به چې تل ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل په دې كښې شك نشته چې زمونږ ځوانانو په ظاهري توګه زيات وسائل لرونكي دښمن ته ماتې وركړه۔ ده ووئيل هېواد نن هم د ترهګرۍ او د دښمن ناپاكه چالونو سره مخ دے او په دې سختو حالاتو كښې يو و??رې بيا هر پاكستانے وګړے د پاك پوځ ترڅنګ د اودرېدو لوظ پخلے كوي۔ عبد العلیم خان ووئيل د 6 ستمبر ورځ زمونږ د ټولو وينه ګرموي او مورني وطن لپاره د قربانيو عزم ??از?? كوي۔ ده ووئيل د دفاع ??رځې په موقع مونږ ټول پاكستانو ځواكونو ته سلام كوؤ۔
د دفاع ورځې په موقع پاكستانو ځواكونو ته سلام كوؤ: عليم خان
बटरफ्लाई ट्रस्ट सट्टेबाजी एपीपी
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج