سرينګر 01 اګست (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشميرت كښې کل جماعتي حريت کنفرنس د اګست پنځمه نيټه د استحصال ورځ په موقع د بشپړه هرټال، سول کرفيو او په لويه كچه د احتجاجي مظاهرو كال وركولو سره كشميري اولس ته د تحريك آزادۍ كاميابۍ لپاره د خاص دعاګانو كولو اپېل كړے دے۔ د کشميرميډيا سروس له مخې د كل جماعتي حريت کنفرنس نظربند وائس چيئرمېن غلام احمد ګلزار سينټرل جيل سرينګر څخه خپل خاص پېغام كښې وئيلي دي چې پنځم اګست د جديد كشمير په تاريخ كښې تر ټولو المناك٬ه درد ناكه او توره ورځ ده او دا به كشميريان تل د استحصال٬ سوګ او تورې ورځ په توګه لمانځي۔ ده ووئيل په كال 2019 كښې دا د اګست پنځمه نيټه وه كله چې د انسانيت قاتل مودي په مشرۍ كښې د آر اېس اېس حمايت لرونكي فسطائي حكومت د كشميريانو سياسي، سماجي، مذهبي او نور بنيادي حقونه عصب كړل او مقبوضه جمو و كشمير ئې په لوي زندان كښې بدل كړو۔ ده د پنځم اګست اقدامات د هندوتوا قواو لخوا د كشمير ځانګړې شناخت٬ كلتور٬ آبادي او په بنيادي حقونو بريد وګرځولو۔ حريت لارښود د افسوس څرګندونه وكړه چې د آر اېس اېس حمايت لرونكي مودي حکومت خپله شېطاني هندوتوا نظريه مسلط كولو لپاره جمو و كشمير قبرستان او په شاړه زمكه كښې بدلولو پسې شوې دې۔ ده ووئيل چې هندوتوا قواو په شخړيزه سيمه كښې انتظامي بدلۍ كولو سره آبادكاري او نوآبادياتي منصوبه پېل كړې ده چې پېل ئې نوې ډوميسائل سره شوې۔ د کل جماعتي حريت کانفرنس عمومي سېكتر مولوي بشير احمد عرفاني په سرينګر كښې خپل يو بيان كښې ووئيل غلامي يو لعنت دے او كشميريان به په هندوتوا غلامۍ شهادت له ترجيح وركوي۔ ده ووئيل كشمير په نړيواله كچه يوه منلې شوې شخړيره سيمه ده او د دې خاص حېثيت ختمول نه يوازې د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د قراردادونو بلكې د نړيوالو قوانينو هم خلاف ورزي ده۔ غلام احمد ګلزار او مولوي بشير عرفاني ګردې نړۍ كښې په مېشته كشميريانو زور رواړې دې چې ھغوي دې په پنځم اګست د هندي جارحيت په ضد احتجاج وكړئ، د آزادۍ تحريك ته وده وركړئ او په مقبوضه كشمير كښې هندې جرمونه بې نقابه كړئ۔ دوي بهر هېواد كښې مېشته كشميريانو څخه اپيل كړې دې چې ھغوي دې په دې ورځ احتجاجي مظاهرې وكړي او د نړۍ پام دې د مقبوضه كشمير د مظلوم اولس حالت زار پلو راوګرځوۍ۔
د کل جماعتي حريت کنفرنس لخوا پنځم اګست د استحصال ورځ په توګه د لمانځلو اپيل
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا