اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) په هند كښې په كال 2021م كښې په عيسايانو د تشدد 486 بريدونو شوي او دا تر ټولو زيات د تشدد كال ؤ ۔د يونائيټډ كرچسن فورم په نوم د بشري حقونو تنظيم كوم چې په هند كښې د تشدد او دړكو د پېښو شمېرې راغونډوي په خپل رپورټ كښې وئېلي دي په كال 2021م كښې د 2020م په مقابل كښې د تشدد په پېښو كښې 74 فيصد اضافه شوې۔د يونائيټډ كرسچن فورم په هېلپ لائف داسې 279 كيسونه رپورټ شوي۔فورم وئېلي دي د كال 2021م په وروستو دوو مياشتو كښې د عيسايانو په ضد د تشدد د 104 نه زياتې پېښې رپورټ شوي ۔
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد