اسلام آباد۔26مئی(اے پی پی) د وزیراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيالې شزه فاطمه خواجه د لېپ ټاپ سكيم يو وارې بيا پېل كولو اعلان كولو سره وئيلي دي مسلم ليګ نون په هر يو دور كښې ځوانان په خپلو پښو ودرولي ٬ ددوئي غوره سباؤن لپاره يۍ منصوبې پېل كړې دي۔ د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې دې وو??يل په كال 2013 كښې نواز شريف يوتھ پروګرام پېل كړو۔ مسلم ليګ نون په هر دور كښې ځوانان په خپلو پښو اودرولي٬ د ځوانانو غوره سباؤن لپاره يو شمېر منصوبې پېل كړې شوې او په تېر دور كښې دوئي ته لېپ ټاپ وركړې شول۔ د بده مرغه په كال 2018 كښې لېپ ټاپ سكيم بن?? كړې شو۔ دې وو??يل د روان كال په مهال لېپ ټاپ سكيم يو وارې بيا پېل كوؤ۔ دې وو??يل تېر حكومت ځوانانو ته د شرخوښۍ ترغيب وركړو او د منفي خبرو د لارې يۍ د دوئي ذهن سازي وكړه۔ د مئي په 9 مه نېټه رامخې ته شوې پېښې هم د دغې تسلسل دے۔ هېواد سره ??ين?? لرونكې هر وګړې ددې غندنه كوي۔ دې وو??يل 54 زره ځوانان د بېلو لوبو برخه جوړ كړې شوي دي۔ د نېشنل انووېشن پروګرام لاندې 3 زره طالبعلمانو ته به انعامونه وركولې شي
د وزيراعظم خاص مرستيالې شزه فاطمه د لېپ ټاپ سكيم يو وارې بيا پېل كولو اعلان
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج