اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي دا يو چيلنج دے چې څه ډول مونږ د پاکستان ځوانان د امن سفيران جوړ كړو۔ د پاکستان زياتره آبادي په ځوانانو مشتمل ده۔ كه زمونږ ځوانان په دې پوهه شي چې مونږ له كركې ،تعصب،حسد له په ټولنه كښې ځاے نه دې وركول او اختلاف په مکالمه ختمول دي نو دا ځوانان به د هېواد طاقت وګرځي،سوشل ميډيا د شدت خوښۍ منفي رويې عام كولو موقع وركړې، جنګونه اوس د ميدان په ځاے په هائبرډ توګه كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ نړيوال اسلامي پوهنتون د تحقيقات اسلامي ادارې د سيورې لاندې د امن په سرخط دوه ورځني نړيوال اسلامي کنفرنس ته خپله وينا كښې وكړه۔په دې موقع د نړيوال اسلامي پوهنتون صدر ډاکټر ھذال حمود العتيبي ، ريکټر اسلامي پوهنتون ډاکټر معصوم ياسين زئي او ايګزکټيو ډائريکټر اقبال انټرنېشنل انسټيټوټ فار ريسرچ اينډ ډايئلاګ ډاکټر حسن الامين هم موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل ژوند يواځې د مسلمان مهم نه بلكه د غيرمسلم هم مهم دے۔د كوم يو انسان قتل د ټول انسانيت د قتل مترادف دے، د كوم يو انسان ژوند اخستل د ټول انسانيت ژوند اخستل دي۔ ده ووئېل نن انتها خوښي يواځې اسلامي ټولنه كښې نه بلكه په ټوله ټوله نړۍ كښې په څه نه څه شكل شته۔احسن اقبال ووئيل په 6 مئي 2018 زما د ژوند د اخستلو يو كس هڅه ځكه كړې وه چې د هغه په ذهن كښې كركه وه ، د هغه په نظر كښې زما په ايمان كښې څه خلل ؤ، حالانکه زه په لوي څښتن او د هغه په رسول صلي الله عليه وسلم باور لرم۔ده ووئيل اسلام د امن دين دے كه د خپل مطلب له مخې د اسلام غلط استعمال سره ټولنه كښې اړے ګړے خپرول دي او د يو بل ژوند اخستل دي نو اسلام سره به دې څخه زيات كوم بل زياتې نه وي۔ده ووئيل نن په هند كښې د مسلمانانو ژوند ځورولے شوے،مسلماني ميرمني د حجاب په نامه ځورولې كېږي، هند كښې د مسلمانانو په ضد د تعصب ډاډګېرنه كېږي۔ ده ووئيل د نړۍ په هره سيمه كښې په تصادم ټوله نړۍ ځپلې كېږي، د روس يوكرين تصادم مثال زمونږ په وړاندې دے ،د غنمو ،پټروليم او خوراك وړل راوړلے ځپلې كېږي۔ ده ووئيل اسلامي نړۍ نړيوال معيشت كښې 7 فيصده برخه لري، خو اسلامي هېوادونه د نړيوال تصادم له امله زيات ځپلے كېږي۔ ده ووئيل د تصادم په ضد اقدامات ته اړتيا ده ،آيا تعليم، معاشي ناسمې، د سياسي عمل برخه نه ګرځيدل د تصادم وجه ده ،تحقيق ته اړټيا ده ؟۔ ده ووئيل نن امن ته زيات خطر د سوشل ميډيا څخه پیښ دے۔ د انتها خوښۍ پيغامات نشر کړے كېږي۔ د داسې مرکزونو جوړولو ته اړتيا ده چرته چې هېواد د اسلامي هېوادونو ترمينځه د اعتماد فضا قائم کړي۔ده ووئيل د بده مرغه نن مسلمان د تصادم ښکار دے۔ كركې ختمولو سره بايد شريكه همدردي راپيدا کړو
مونږ له كركې ،تعصب،حسد له په ټولنه كښې ځاے نه دي وركول، اختلاف به په مکالمه ختمولې شي۔وفاقي وزيراحسن اقبال
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث