اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) پاك فضائيه د كال 1971م په جنګ كښې شهادت ترلاسه كوونكي فلائټ لېفټېننټ صمد علي چنګېزي شهيد ﴿ستاره بسالت﴾ ته پېرزوينې وړاندې كړې. د پاك فضائيه د اولسي اړيكو څانګې د شهيد په جنګي كارنامو د مختصر دورانيې دستاوېزي فلم جاړي كړے دے. د پاك فضائيه وياند له مخې په دستاوېزي فلم كښې د پاك فضائيه د دې غيور او ځوان هواباز جري فضائي كارنامې او په دښمن لګول شوے پوخ ضرب په ډاګه كړے شوے. ده د دښمن غرور خاورو سره خاورې كړے، د خپل ځان قرباني ئې وركړې او د شهادت لوړه رتبه ئې ترلاسه كړې.
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa