د تېرو حكومتونو اخستې قرضو په مد كښې هر كال 2 زره اربه روپۍ وركوٶ مخالفې ډلې سره په ګډه مسئلې هوارول غواړؤ۔ وزيراعظم عمران خان به راتلونكې پنځه كاله هم حكومت كوي۔ چوهدري فواد حسېن


اسلام آباد22جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د تېر حكومتونو اخستې قرضو په مد كښې هر كال 2 زره اربه روپۍ وركوٶ٬ اپوزيشن نه غواړي چې اوورسيز پاكستانيانو ته د ووټ حق وركړے شي۔ په كال 2023 كښې به 1500اربه روپۍ د بجلي ګهرو په مد كښې وركول وي٬ د برېښنا پلانټ لګولو په مهال د ماحولياتي بدلون منفي اثرات نظر انداز كړې شوې دي٬ په سندھ كښې 13 كاله حكومت كوٶنكي پيپلز ګوند د صوبې بېړي چپه كړې٬ سندھ كښې په انفراسټركچر فنډ نه دے مصرف كړے شوے۔ سندھ حكومت ته وركولې كېدونكې پېسه بهر منتقل كېږي٬ مخالفې ډلې سره په ګډه مسئلې هواورول غواړؤ۔ وزيراعظمعمران خان به راتلونكې پنځه كاله هم حكومت كوي، كه مخالفه ډله په راتلونكې ټاكنو كښې د تګۍ اندېښنې لري نو بدلونه دې رامخې ته كړي٬ مخالفه ډلې د انتخابي اصلاحاتو نه ډډه كوي٬ مخالفې ډلې له د انصاف په نظام او انتخابي اصلاحاتو خبره پكار ده، اپوزيشن دې ځان پوهه كړي ھغوي چې څومره په وزيراعظم عمران خان تنقيد كوي هغه به دومره به په اولس كښې مقبول كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې د خپلو خبرو په مهال وكړه۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل هيله ده چې په بجټ كښې د 5700 اربه روپو ريونيو ترلاسه شي۔ تېر كال 4600 څخه تر4700 اربه روپۍ ريونيو ترلاسه شوې وه٬ سږ كال د 5700 اربه روپو ريونيو ترلاسه كېدو نه پس به زمونږ زيان درې زره اربه روپۍ شي۔ ده ووئيل په 5700 اربه روپو كښې 57 فيصده برخه صوبو ته وركولې كېږي٬ پرله پسې په درېم كال مونږ د دفاع په بجټ كښې ھغسې اضافه نه كوٶ څنګه چې ګاٶنډې هېواد كوي٬ مونږ دوه زره اربه نه زيات رقم د ھغه قرضو په مد كښې وركوٶ كوم چې تېرو حكومتونو اخستې۔ ده ووئيل زمونږ آمدن كم او خرڅونه زيات دي٬ د كال 1947 نه تر 2008 پاكستان په مجموعي توګه 6 زره اربه روپۍ پور اخستې ٶ او په دې فنډ مونږ د اسلام آباد ښار جوړ كړے٬ ګوادر مو يو نوې منډۍ جوړه كړه، نېوي بيسز مو جوړ كړل، موټر وے مو جوړې كړې او د پاكستان انفراسټركچر ته مو ترقي وركړه۔ ده ووئيل په كال 2008 كښې د زرداري حكومت ٶ او پور ناڅاپي د شپږ زره اربه نه زياتېدل پېل شؤ او په لس كلونو كښې 26 زره اربه ته ورسېد٬ اسحاق ډار د معيشت بېړي چپه كړې، مونږ هر كال دوه زره اربه روپۍ د دې قرضو د سود په مد كښې وركوٶ كوم چې پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) اخستې دے۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) په ساهيوال كښې د سكرو پلانټ ولګولو حالانكه په ساهيوال كښې سكاره نشته٬ كوئله وړومبې كراچۍ ته راځي او د هلته نه د رېل د لارې ساهيوال ته راوړلې كېږي، د دې منصوبې له امله د ماحولياتو مسئلې رامخې ته شوې ٬ د مسلم ليګ (ن) د لګژري منصوبو له امله د برېښنا كمپنو ته 900 اربه روپۍ وركول دي ۔ ده ووئيل دا مهال د 30 زره مېګاٶاټ برېښنا جوړولو صلاحيت موجود دے خو د 24 زره ميګاواټ نه زيات ترسيل نشو كولې، د دې ذمه وار څوك دي٬ ده ووئيل كه مونږ برېښنا استعمال كړؤ يا نه ٬ مونږ له دا ادائيګي كول دي۔ ده ووئيل د اتلسم بدلون نه پس د وسائلو لويه برخه صوبو ته ځي٬ د ګاز وركړه٬ د روغتونونو صورتحال ښه كول ٬ د پوليس او سكولونو صورتحال ښه كول د صوبو ذمه واري ده، دا مهال د كراچۍ او لاړكانه صورتحال د ټولو په وړاندې دې٬ ځائي خلق وائي مونږ سهولتونه نه لرو٬ په سږني بجټ كښې به تقريباً د 700 اربه څخه 750 اربه روپۍ د سندھ حكومت ته ترلاسه كېږي٬ د دې نه وړاندې 1600 څخه تر 1800 اربه روپۍ د مراد علي شاه انتظاميې ته وركړې شوې٬ دا پېسه چرته ده٬ كراچۍ د پاكستان لوے ښار دے خو خپل پوليس نه لري٬ د كال 1990 څخه سندھ رېنجرز په كراچۍ كښې موجود دې٬ د سندھ واكداران دومره صلاحيت نه لري چې خپل پوليس اپ ګرېډ كړې شي۔ ده ووئيل د سندھ واكدارانو ته وركولې كېدونكې پېسه بهر ځي٬ په دوه كالو كښې شپاړس اولس سووه اربه روپۍ د سندھ حكومت ته د اېن اېف سي په مد كښې وركړې شوې٬ د ګرانټس په مد كښې جلا رقم وركړې شوې٬ د سندھ واكدارانو دا پېسه چرته استعمال كړې۔ ده ووئيل دوه كورنۍ دي يوه د دلته نه او بله د سندھ څخه پېسه بهر لېږي۔ ده ووئيل نن چې مونږ كومو ستونزو سره مخ يو د دې ذمه واري په ايوان كښې بل اړخ ته ناست سياست مدار دي۔ ده ووئيل كه بجټ خراب دې نو اپوزيشن دې خپل تجويزونه رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان حکومت پاکستان د پرمختګ په لار روان كړې دې۔ ده ووئيل تېر كال د فرورۍ په 26مه نيټه د كرونا كېس پاكستان كښې رامخې ته شوې ھغه وخت مونږ په دې لړ كښې آلات خپل نه جوړول٬ په څلور پنځو مياشتو كښې دغه آلات مونږ خپله جوړول پېل كړل، نن پاکستان په دې منطقه كښې د كورونا مواد لېږلو لوے برآمد كوٶنكې هېواد دې او په دې د پاکستان ځوانانو٬ انجينئرانو او سائنس مدارو ته سلام وړاندې كوم۔ده ووئيل نن قام اميدونه عمران خان سره تړلې دي، د هېواد د پرمختګ رفتار په زياتېدو دې۔ د تېر كال اكتوبر مياشت راهسې د الېكټورل ريفارمز بل په ايوان كښې دې٬ دا مهال اپوزيشن الېکټورل ريفارمز څخه ډډه كوي٬ ځكه چې دوي باور لري چې په راتلونكې ټاكنو كښې به هم ناكامه كېږو، عمران خان به راتلونكې پنځه كاله هم وزيراعظم وي٬ ده ووئيل مخالفه ډلې دې راوړاندې شي چې د انتخابي اصلاحاتو پشمول په نورو لويو مسئلو غونډه وكړې شي۔ ٬ په انتخابي اصلاحاتو مونږ 49م بدلون وړاندې كوٶ٬ كه دوي كوم غوره تجويز لري نو رامخې ته دې كړي۔ ده ووئيل مونږ الېكشن كمېشن مضبوطول غواړو٬ الېكټرانك ووټنګ مشين راوړل غواړو دغسې چې د شپې رزلټ تر سهار تاخير سره مخ نه وي ٬ مونږ د انتخابي مسائلو حل لپاره الېكټرانك ووټنګ مشين رواړل غواړو۔ ده ووئيل مخالفه ډله اوس نه شور كوي چې په راتلونكې ټاكنو كښې به ټګي كېږي٬ دوي ته معلومه ده چې راتلونكې پنځه كاله به هم عمران خان وزيراعظم وي٬ ده ووئيل اولس مونږ دلته د مسئلو هواري لپاره رالېږلې يو، په جمهوريت كښې د هر يو نكته نظر بېل وي٬ خو په ځينو لويو مسئلو مونږ له په ګډه ناستې ته اړتيا ده۔ چوهدري فواد حسېنووئيل د مخالفې ډلې مشر هم خپل تقرير كښې وئيليدي چې مونږ له په ګډه ناسته پكار ده٬ داسې ښكاري چې د مخالفې ډلې مشر په ګوند كنټرول نه لري، ھغه دلته خو خبره كوي خو چې كله سپيكر ورته د خبرې كولو وائي نو ځواب نه وركوي۔ د دې نه دا محسوسېږي چې په اسمبلۍ كښې دننه د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف دې خو پرېكړې بل څوك كوي٬ وړومبې دې دوي خپل مېنځ كښې كېښني او پرېكړه دې وكړي چې په ګوند كښې پرېكړه چا له كول دي٬ بيا دې راشي مونږ سره دې خبره وكړي۔ ده ووئيل مونږ له په انتخابي اصلاحاتو او جوډيشل ريفارمز خبره كول پكار دي ٬ اپوزيشن دې د بجټ پحقله سنجيده رويه اختيار كړي ، دلته دوي روايتي خبرې كوي٬ دوي دې خپل تجويزونه راوړندې كړي٬ اپوزيشن په دې غلط فهمۍ كښې دې چې د عمران خان ذات په نخښه كړي٬ څومره چې دوي عمران خان په نخښه كوي دومره د هغه مقبوليت سوا كېږي۔ ده ووئيل مخالفې ډلې ته د تنقيد حق ترلاسه دے٬ ضرور دې تنقيد وكړي خو ځينې مثبت كردار دې هم وكړي، خپل تجويزونه دې راوړاندې كړي مونږ پرې خبرو له چمتو يؤ۔ ده ووئيل تېرو ورځو كښې چې پارلمان كښې كوم ماحول پېدا شوے ٶ٬ داسې نه ٶ پكار، د ايوان نه اولس ته پېغام وركول پكار دې چې دلته ستاسو په مسئلو بحث كېږي۔ ده ووئيل پاكستان د 22 كروړه اولس هېواد دې مونږ د نړۍ په 7 اتومي قوتونو كښې شامل يؤ، بايد مونږ د خپلو ذمه وارو احساس وكړو٬ ھغه كار پكار دې كوم چې د اولس په ګټه وي۔ ده ووئيل مخالفه ډله دې تنقيد وكړي په حكومت دې خپله غصه وكړي خو څه مثبت سوچ دے هم وكړي٬ هغه ووئيل مونږ مخالفه ډاله ځان سره مخ په وړاندې بوتللو لپاره چمتو يو، اپوزيشن دې منفي سياست ختمولو سره مثبت سياست پلو راشي ځكه چې مونږ له په ګډه پاكستان پرمختګ پلو بوتلل وي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس