اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي فوري او ارزان انصاف لپاره په مذهبي اقدارو په سمه توګه او د سياق و سباق سره د ځان پوهه كولو ضرورت دے، د ټولنې اجتماعي ښېګړې تر مخه د قوانين جوړولو، منصفانه نفاذ او د متناسب سزا او جزا وركولو ضرورت دے، د جديد ټېكنالوجې استعمال، ډي اېن اے پروفائلنګ، سانئسي تحقيقاتي طريقې او تكنيكونه خپلولو سره د انصاف زر وركړې له مرسته تر لاسه كېدې شي. ده دا خبرې د همدرد سكول اف لا كراچې د زده كوونكو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ ده سره ملاقات كولو. په دې موقع د صدر مملكت كورودانه بېګم ثمينه علوي هم موجود وه. صدر مملكت ووئيل فوري او ارزان انصاف د اولس حق دے، د انصاف په وركړه كښې تاخير د بنيادي حقونو په ضد ، ځپليو لپاره د ذهني او جسماني تكليف وړ او په ټولنه كښې د ناامنې سبب ګرځي. په تاخير د انصاف وركړه ګټوره نه وي، په انصاف كښې تاخير د انصاف څخه د انكار پشان خبره ده. ده ووئيل په پاكستان كښې فوري او ارزان انصاف لپاره هڅې شوي خو لا ډېر كار پاتې دے. صدر ووئيل فوري او ارزان انصاف لپاره په مذهبي اقدارو په سمه توګه او سياق و سباق سره د ځان پوهه كولو ضرورت دے، د ټولنې اجتماعي ښېګړې تر مخه د قوانين جوړولو، منصفانه نفاذ او د متناسب سزا او جزا وركولو ضرورت دے، د جديد ټېكنالوجې استعمال، ډي اېن اے پروفائلنګ، سانئسي تحقيقاتي طريقې او تكنيكونه خپلولو سره د انصاف زر وركړې له مرسته تر لاسه كېدې شي. ده ووئيل د همدرد پوهنتون باني شهيد حكيم محمد سعيد يو علامت، وژن لرونكے انسان، ماهر د تعليم او كاروباري شخصيت ؤ، حكيم محمد سعيد ټولنې لپاره ځانګړي خدمات ترسره كړي. ډاكټر عارف علوي ووئيل د قانون زده كوونكي دې خپل فرض ترسره كولو لپاره لوړ اخلاق او معيار خپل كړي، د غږ نه لرونكو خلقو غږ دې جوړ شي او هغوي ته فوري او ارزان انصاف وركولو له دې مرسته وكړي
فوري او ارزان انصاف لپاره په مذهبي اقدارو په سمه توګه او د سياق و سباق سره د ځان پوهه كولو ضرورت دے. د صدر ډاكټر عارف علوي د همدرد سكول اف لا كراچې زده كوونكو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم