اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي﴾وزيراعظم عمران خان وئېلي دي هېواد د عدم استحكام سره د مخ كوونكو ناوړه عزائم به چرې هم كامياب نشي٬د ترهه ګرۍ او د كركې خپرونكې وېناګانې د برداشت وړ نه دي٬ټول قام ناامني خپرونكو عناصرو ته ماتې وركولو لپاره يو دے ۔ترهه ګر عناصر د عبرت مثال جوړونكو لپاره د مقدمو په تندۍ سره د پريكړو ضرورت دے ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نېشنل ايكشن پلان ايپكس كمېټۍ غونډه وشوه۔ايپكس كمېټۍ د پیښور د پېښې سخته غندنه وكړه او په بريد كښې د شهيدو شوو كوےنيو سره ئې د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل حكومت د ترهه ګرو لپاره زيروټالرنس لري او ترهه ګر عناصر د عبرت نشان جوړولو لپاره د مقدمو په سمدستي توګه ترسره كولو ضرورت دے۔وزيراعظم عمران خان په دې خبره زور راوړو چې د ترهه ګرۍ خطرې ناكامه كولو لپاره د قامي ايكشن پلان ګڼ شمېر نكات نفاذ ته ضرورت دے۔ده په سباؤن كښې د دا ډول پېښو مخ نيوي لپاره د فعاله اقداماتو په ضرورت زور راوړو ۔وزيراعظم ووئيل هېواد د عدم استحكام سره د مخ كوونكو ناوړه عزائم به چرې هم كامياب نشي ځكه چې ټول قام د ترهه ګرۍ لعنت ته د ماتې وركولو لپاره يو موټے دے۔ده ووئيل اولس احساس لري چې بېل عناصر د فرقه واريت او كركه خپرېدونكي تقريرونو په بنياد د انتشار خپرولو هڅه كوي خو رياست به داسې عزائم چرې هم كاميابې ته پرې نه ږدي۔ايپكس كمېټۍ د ترهه ګرۍ مخ نيوي محكمو د كار استعداد زياتولو او د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د ضروري اقداماتو مربوط كولو لپاره د نېشنل كاؤنټر ټيرارزم اتهارټي(نېكټا)كردار مضبوطولو په ضرورت زور راوړے۔په غونډه كښې په دې خبره هم رڼا واچولې شوې چې صوبو له سائنسي تكنيك خپلول او جديد فرانزك لیبز جوړولو سره موثر تحقيقات لپاره د لا وسائلو بېلولو ضرورت دے۔په عدالتونو كښې د ترهه ګرۍ مقدمو ته حتمي شكل وركولو په ضرورت هم زور راوړلے شو ۔د داخله ډويژن سېكرټري په قامي ايكشن پلان د نفاذ صورتحال په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو ۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو چوهدري فواد حسېن ٬شېخ رشيد احمد ٬اسد عمر٬د قامي سلامتيا صلاحكار معيد يوسف٬د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه٬د پنجاب اعلٰی وزير سردار عثمان بزدار٬د سندھ وزيراعلٰی مراد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو٬د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد٬چيف سېكرټريز٬انسپكرجنرلز آف پوليس او سينئر سول او ملټري افسرانو ګډون كولو
هېواد د عدم استحكام سره د مخ كوونكو ناوړه عزائم به چرې هم كامياب نشي٬د ترهه ګرۍ او د كركې خپرونكې وېناګانې د برداشت وړ نه دي۔د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نېشنل ايكشن پلان د اپيكس كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ