اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو ?? قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاالله تارړ وئيلي دي سباؤن كښې به موسمياتي بدلون لوئي چيلنج وي،مونږ له به خپل نسلونه محفوظولو لپاره زياتې اونې نالول وي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د ګل په ورځ د کيپيټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) تر سيورې لاندې مارګله هلز ??ښې د بوټو نالولو كمپائن په ??ړه دستورې ته وينا كښې وكړه۔ د اطلاعات وفاقي وز??ر ووئيل د اسلام آباد شمير په ښكلو ښارونو كښې كېږي،مونږ په ??ې وياړ لرو چې اسلام آباد زمونږ دارالخلافه ده ،د نړۍ زياتره هېوادونه د نورو هېوادونو څخه بوتې او واخه درآمد کوي او په ??پلو هېوادونو كښې ئې كري،د لوئي څښتن شكر كوو چې مونږ له ئې يوه ښكلې دارالخلافه راكړې۔ده ووئيل مارګله نېشنل پارك د اسلام آباد پېژندګلو ده ٬ په ??ې مونږ فخر كوو۔ده ووئيل اونې د ژوند علامت دے، كه اونې وي نو مونږ به يو، مونږ ډير خوش نصيبه يو چې زمونږ زيات وخت اسلام آباد كښې تيريږي، اسلام آباد كښې د سيلۍ معيار د پاتې ښارونو څخه ښه دے۔ دلته په ??ياتو اونو ??وټو كرلو به ماجول لا ښه شي۔ده ووئيل ”سيلفي ود اے ټري“ په نامه د اونو نالولوكپائن پيل كېږي۔ د اسلام آباد وګړو ته خواست كوو چې زيات بوټي نال كړي۔د اطلاعات وفاقي وز??ر وړاندېز وركړو چې وفاقي پايه تخت كښې ګرين روف ټاپ پراجيکټ پيل كړې شي،د نړۍ ځينې هېوادونه ګرين روف ټاپ پلو روان دي، اسلام آباد كښې د روف ټاپ زيات ځايونه شته چرته چې بوتې برې ناليدې شي۔ده ووئيل ګرين روف ټاپ سره به ټول اسلام آباد شين ښكاري۔ وفاقي وزير مارګله نېشنل پارك كښې د اور لګيدو پېښو ذكر كولو سره ووئيل دې سره لوئي زيان شوے خو سي ډي اے، د موسمي بدلون وزارت ، فائر بريګيډ،د ځنګلو محکمې ډلو ته پيرزوئنې وړاندې كوم چې هغوې د خپل ځان پرواه كولو نه غير د شپې شبې د اور وژلو هڅې وكړې،كه چرته د تخريب کارۍ عنصر موجود ؤ نو په ??د ئې کارروائي هم شوې۔ده ووئيل سباؤن كښې به موسمياتي بدلون يو لوئي چيلنج وي۔ وفاقي وز??ر ووئيل پاکستان د کاربن اخراج كښې يواځې دوه فيصده برخه لري خو د هغې 90 فيصده زيان مونږ زغمو۔ دلته سېلابونه راځي، كه د هوا معيار خراب وي نو ??ا زمونږ قصور نه دے،د نړۍ زياتره هېوادونو كښې د کاربن اخراج زيات دے چې له امله ئې ماحول ته زيان رسي، د دغه هېوادونو ??ياته ذمه واري ده چې حکومت پاکستان سره مرسته وكړي۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون د ټول انسانيت مسئله ده، انسانيت او د نوو نسلونو په ??اطر مونږ له به د اونو ??وټو نالولو كمپائن كښې په ??ړه پورې برخه اخستل وي۔ وفاقي وز??ر ووئيل سکولونو ??و د کالجونو پشمول په نورو ځايونو كښې به د اونو نالولو ډاډګيرنه كول وي۔ د اطلاعات وفاقي وز??ر ووئيل د مارګله نېشنل پارك حفاظت ک??ل زمونږ ذمه واري ده،د اسلام آباد وګړي دې په ??ې لړ كښې خپل کردار ترسره كړي۔ وفاقي وز??ر ووئيل’’ ټريك يوئر ټري‘‘ (Track your tree ) په نامه سره به زر ايپلي کيشن لانچ شي،د دې ويب سائيټ وړاندې څخه موجود دے،د دې ايپلي کيشن د لارې وګړي د خپل لګولې شوې بوتې خصمانه او لؤيدل ليدلې شي۔ وفاقي وز??ر ووئيل زمونږ بقا د اونو ??ره ده، مونږ له به بوټو نالولو لپاره خپل کردار ترسره كول وي۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او حکومت د اسلام آباد ماحول پاك ساتلو او دلته زياتو بوټو لګولو له لوظي دے۔ده ووئيل د هر يو وګړي دا هم ذمه واري ده چې د بوټو نالولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ده د پاکستان براډ کاسټرز ايسوسي ايشن ته ووئيل د ټي وي چينلز ??ه ټاك شوز كښې د خصوصي پروګرامونو ??هتمام وكړئ دغسې چې اولس كښې د اونو نالولو په ??ړه خبرتيا راپيدا شي۔ ده ووئيل ميډيا د ټولنې ذهن سازي کوي او د ټولنې مسئلې رامخې ته كوي،ټول ټي وي چينلز دې په ??پلو دفترو كښې ټري پلانټيشن كمپائن پيل كړي كه هغوې ځاے نه لري نو ورله دې ځائے بېل كړې شي، دغسې ټول ټي وي چينلز دې راشي او د د اونو ??وټو په نالولو كښې دې برخه واخلي۔ده ووئيل كه دا كار تندۍ سره ونه كرے شو نو ??لله مه كړه يو وخت به راشي مونږ به ساه اخستلو له آکسيجن سلنډرز اخلو۔ ده ووئيل د کووډ۔19 په مهال ټوله نړۍ كښې لاك ډاؤن لګولے شوے ؤ، زياتره هېوادونه ځپلې شوي، زمونږ ذمه واري ده چې خپلي اوبه او هوا پاكه اوساتو، زياتې اوني نال كړو او د خپلو نوو نسلونو ??باؤن محفوظ كړو۔ وفاقي وز??ر ووئيل د کابينې ټولو غړو له تجويز وركوو چې هر وزارت كښې د اونو نالولو شيډول جوړ كړي چرته چې وګړو ته د اونو نالولو ترغيب وركړے شي۔
سباؤن كښې به موسمياتي بدلون لوئي چيلنج وي،مونږ له به خپل نسلونه محفوظولو لپاره زياتې اونې نالول وي۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاءالله تارړ د سي ډي اے تر سيورې لاندې مارګله هلز كښې د بوټو نالولو كمپائن په اړه دستورې ته وينا
ओलंपस गेट इंटीग्रिटी एंटरटेनमेंट लिंक
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا