اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د حمزه شهباز بيان په حقيقت اډانه دے ٬ مريم نواز د پيش نه پيشم خان جوړول غواړي٬ هغې خو كورونا وېكسين هم نړۍ كښې د پاكستان بدنامولو لپاره وكارولو ٬ كه م دے يا ش دواړه ډلې به وړاندې خپله خپله بيانيه رامخې ته كړي٬ راروانو درې يا څلور مياشتو كښې به هر څه په ډاګه شي٬ د نواز شريف او مريم نواز په ملكي سياست كښې هېڅ سباؤن نشته ٬ د اپوزيشن د 52 اولسي غونډه شېډول به هم دوئي ته زيان ورسي۔ د اتوار په ورځ د حمزه شهباز په بيان خپل غبرګون كښې هغه ووئيل د ن ليګ جګړا ننۍ نه ده٬ دا د لسيزو نه راروانه ده۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باوجوه د ملازمت موده كښې پراختيا سره اړوند د حمزه شهباز بيان په حقيقت اډانه دے۔ شېخ رشيد ووئيل دې كښې شك نشته چې دا مهال د ن ليګ دننه د بيانيې جنګ روان دے۔ نواز شريف د هېواد نه تښتېدلے دے او بل ورور ئې د وتلو لاره لټوي۔ هغه ووئيل د ن ليګ مشرانو په پالېسيو كښې ښكاره تضاد موجود دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د نواز شريف او مريم نواز په ملكي سياست كښې هېڅ سباؤن نشته۔ د شهباز شريف او حمزه شهبازپه ضد د بدعنوانۍ سنګينې مقدمې دي ٬ كه هغوي دې كېسونو نه بچ شي نو دغې نه وروسته به د هغوي د سياست په اړه خبره كېدې شي۔ هغه ووئيل دا مهال د افغانستان وضعې د نړۍ د سياست رخ بدل كړے دے او پاكستان په سيمه كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل اپوزيشن به سياست لپاره نور وخت ومومي دا مهال بايد په قامي ګته كښې حكومت سره په ګډه كار وكړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل اپوزيشن چې د 52 اولسي غونډو كوم شېډول وركړے دے دوئي د ټاكنو په كمپائن راوتلې دي او دا به هم دوئي ته زيان ورسوي۔
د حمزه شهباز بيان په حقيقت اډانه دے ٬ د افغانستان وضعې د نړۍ د سياست رخ بدل كړے دے ٬ پاكستان په سيمه كښې مهم كردار ترسره كوي٬ كه م دے يا ش دواړه ډلې به وړاندې خپله خپله بيانيه رامخې ته كړي۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ