ګلګت 30 اپرېل (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد د وزيراعظم عمران خان ګلګت ته د تللو په مهال په خپل خطاب كښې وئېلي دي چې چې څنګه پرمختيائي پېكج وزيراعظم عمران خان ګلګت بلتستان له وركړے د دې په ماضي كښې مثال نه موندلې كېږي۔د كومو 370 اربه روپو پېكج پرانست چې نن وزيراعظم كړې ده دې سره به نه يوازې ګلګت بلتستان كښې د برېښنا لوډشېډنګ ختم شي بلكې سياست به هم زيات شي او ځوانانو له به د روزګار پراخا موقعې راپیدا شي۔د ګلګت شندور لاره د 50 اربه روپو په لګښت جوړېږي كومه چې د سي پېك برخه ده د دغې جوړیدو نه وروستو به په مواصلاتي نظام كښې ښه والې راشي او په خراب موسم كښې به د كے كے اېچ د متبادل په توګه يوه بله لاره هم باوري شي۔وزيراعلٰی ووئيل د وزيراعظم عمران خان احكاماتو په رڼا كښې شونټر ټنل او بابوسي ټنل فيسبلېټي به هم ډېره زر جوړه شي د كومې جوړېدو نه وروستو به چې ګلګت بلتستان كښې معاشي انقلاب راشي۔ده د وزيراعظم عمران خان مننه كولو سره ووئيل چې ستاسو په ذاتي خوښۍ لرلو او دې سيمې سره د مينې په سوب د ګلګت بلتستان اولس يو تاريخي پېكج وركړی شو ډېر زر به په ګلګت بلتستان كښې فور جي سروس هم پېل شي او په جون مياشت كښې به د دغې لپاره د سپيكټرمز نيلامي وشي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په اقتدار كښې د راتللو سره د ګلګت بلتستان بجټ زيات كړی٬د لويې پیكج څخه به د ځايې خلكو آمدن په واضحه توكه زيات شي او غربت به كم شي۔ده ووئيل د احساس سروے نه وروستو به مونږ په وړومبي ځل بشپړه ډېټا ولرو د كومې نه وروستو به چې د خلكو د غريبۍ نه خلاصولو لپاره مهمې پروژې پېل كولې شي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان احكاماتو په رڼا كښې به د هر مېګا پروژې ماسټر پلان جوړولې شي او د سېلګرۍ ودې لپاره به د دوي د احكاماتو ترمخه پالېسۍ جوړولې شي۔
د پرمختيائي پېكج اعلان څخه به ګلګت بلتستان كښې لوډشېډنګ ختم شي٬سېلګري به زياته شي او ځوانان لپاره به د روزګار پراخا موقعې رامخې ته شي۔د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais