اسلام آباد 15 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعتظم د ځوانانو چارو په اړه خاص مرستيال محمد عثمان ډار وئېلي دي اپوزېشن د موجوده حكومت بدنامولو لپاره د ټائيګر فورس كاركردګۍ په ضد بې بنسټه ډنډوره كوي۔د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل ټائيګر فورس د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره سږ كال په مارچ كښې جوړ كړے شوے دغسې چې د ځپلو مرستې لپاره سول انتظاميې سره مرسته وكړی۔د دې نه علاوه ټائيګر فورس ته د شجركارۍ د ٬ډينګي مخ نيوي٬ د پوليو مخ نيوي كمپائن٬ د قحطې ملخانو د خاتمې٬ټرافېك انتظام او د سېلاب مخ نيوي په اړه اضافي فرائض هم سپارلې شوي۔ده ووئيل ټائيګر فورس په رضاكارانه بنيادونو كار كولو ته چمتو دے او حكومت دوي ته كوم فنډز نه وركوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر