د حكومت لخوا د معياري تعليم او هنر د لارې د افغان ګډوالو د سباٶن محفوظ كولو هڅې


ليك : ډاكټر سعيد احمد علي
پښتو ترجمه: محمد عامر آفريدي
په كال 1979م كښې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د بريد نه پس د افغانستان لويه آبادي په كډه كولو مجبوره شوه او د پناه اخستو په خاطر پاكستان ته راغله. د هغه وخت نه واخله تر دې دمه په افغان كډوالو كښې زياتره اوس هم په پاكستان كښې مېشته دي، دوي دلته ودونه وكړل او په پاكستان كښې د دوي كوچنيان را ستر شول.
په پاكستان كښې يو حكومت هم دا افغان كډوال يوازې نه دي پرېښزدي او تل ئې دوي له د ژوند بنيادي ضروريات وركړي، د دوي نوو نسلونو له پناه وركړې شوې، دوي له خوراك وركړے شوے، د روغتيا او تعليم اسانۍ وركړې شوي.
د پاكستان تحريك انصاف ﴿پي ټي آئي﴾ مركزي حكومت او د خېبر پښتونخوا حكومت هم نه يوازې د افغان ځوانانو معياري تعليم بلكې دوي لپاره د اوسني وخت ضرورت له مخې هنري زده كړو لپاره هم خاص اتنظامات كړي چې دغسې دوي كله هم د دې ځاے څخه چرته هم لاړ شي چې په عزت سره ژوند تېر كړے شي.
حكومت د بشري وسيلو د پرمختګ او د افغانانو ترمېنځه د مرستې په خاطر يو مهم كردار ترسره كړے چې دغسې دا ځوانان هنر زده كړي او په وظيفه اي توګه ئې تربيه وشي، هم دغسې حكومت د دوه ګاٶنډيانو اسلامي هېوادونو د اولسونو ترمېنځه روابط زياتولو لپاره هم مهم كردار ترسره كړے.
د پاكستان د لوړو زده كړو كميشن ﴿اېچ اي سي﴾ د شمېرو له مخې د پاكستان حكومت افغان ځوانانو ته د لكونو په شمېر د ” علامه محمد اقبال ” سكالرشپس ﴿وظفيه﴾ وركوي چې دغسې د معياري تعليم د لارې د دوي د كار استعداد زيات كړے شي.
په دې وروستيو كښې حكومت افغان زده كوونكو لپاره د وظيفه اي تعليم په څانګو كښې د 3000 نه د زياتو وظيفو ﴿سكالرشپس﴾ اعلان كړے شوے چې پكښې طب، كركيله، بيالوجي، انفارمېشن ټېكنالوجي، كېمسټري، اكنامكس، انجنيئرنګ او د مېنجمنټ سائسنز څانګې شاملې دي.
افغان زده كوونكو سره د سكالرشپس سكيم له مخې انډرګرېجوېټ او ګرېجووېشن پروګرامونو چې پكښې بي اېس، اېم اېس/ اېم فل او پي اېچ ډي شامل دي، لپاره د ټيوشن فيس سره سره نوره ضروري مالي مرسته هم كېږي او د دستاوېز له مخې په دې مالي مرسته كښې بنيادي ضروريات، بورډنګ او د كتابونو اخستل شامل دي.
د دستاوېز له مخې د دې سكالرشپس سكيم مقصد افغان زده كوونكو ته هم د تعليم هغه برابرې موقعې وركول دي كومې چې پاكستانو زده كوونكو ته وركولې شي.
يو افغان زده كوونكي حضرت الله كوم چې په علامه اقبال يونيورسټۍ كښې د پروګرام څخه استفاده كوي، اے پي پي ته ووئيل د هغه هېواد وال زده كوونكي په پاكستان كښې معياري زده كړې كوي.
هغه باور لري چې كله دا زده كوونكي په پاكستان كښې د زده كړو ترسره كولو نه پس خپل هېواد ته لاړ شي نو دوي به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو د ښه والي سبب وګرځي.
دا افغان زده كوونكي په پاكستان كښې په تعليمي څانګه كښې ښه كاركردګي ښاېئ. يو افغان زده كوونكي محبوب الرحمان د مردان د انټرمېډيټ اېنډ سېكنډري اېجوكېشن د كال 2020م د بورډ په امتحان كښې دوهم پوزيشن ترلاسه كړے. هغه په 1100 نمبرو كښې 1090 لمبرې ترلاسه كړي.
اے پي پي سره په ټيليفوني خبرو كښې محبوب الرحمان ووئيل هغه د پاكستاني حكومت او د ځائي ښوونكو مننه كوي د كومو په سبب چې هغه د دې لوئې كاميابې ترلاسه كولو جوګه شو. ده ووئيل د هغه پلار په ځائي ماركيټ كښې مېوه دانه خرڅوي او ما د بورډ په امتحان كښې پوزيشن ځكه ترلاسه كړے چې د خېبر پښتونخوا حكومت هغه ته موقعې وركړي. ده ووئيل د تعليم او هنري زده كړو په مهال د تعليمي ادارو ښوونكو او عملې كله هم د پاكستاني او افغاني زده كوونكو ترمېنځه فرق نه دے كړے. ده ووئيل تعليم يافته كول په رښتينې توګه د افغانستان سباٶن دے، دوي به د امن برقراره ساتلو او د خپل هېواد په بيا رغونه كښې مهم كردار ترسره كړي.
د پنجاب د ميانوالي ضلعې د ګډوالو په كلي كوټ چندانه كښې يوې 49 كلنې افغان ښوونكې هم په كال 2015م كښې د ملګرو ملتونو ﴿يو اېن﴾ ننسن ايوارډ ترلاسه كړے و. هغې دا ايوراډ د پرائمري اېجوكېشن پروګرام له مخې د پاكستاني حكومت لخوا د انجونو په جوړ كړي شوي سكول كښې د زرګونو په شمېر افغان انجونو ته د ښوونې په نتيجه كښې ترلاسه كړے ؤ.
په پاكستان كښې د كډوالو تعليمي پروګرام ﴿آر اي پي﴾ يو رپورټ له مخې د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو كښې نزدې په 15 سكولونو كښې د يو نه تر دوولسم ټولګي 10000 افغان زده كوونكي زده كړې كوي او دا د معياري تعليم او هنري زده كړو د لارې د افغانستان د سباٶن محفوظ كولو هڅې دي.
د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مېنځني ختيځ خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي اے پي پي سره په خبرو كښې په اسلامي هېوادونو ټينګار وكٍړو چې دوي خپل اختلافات ختم كړي، خپلې شخړې په سوله ايز ډول هوارې كړي او په بېلا بېلو څانګو كښې يو بل سره خپلې تجربې شريكې كړي، د سائنس او ټېكنالوجۍ په مېدان كښې دې مرسته زياته كړي او كومو بحرانونو سره چې اسلامي امت مخ دے، د هغې حل لپاره دې په شريكه هڅې وكړي. ده ووئيل افغان زده كوونكو ته معياري تعليم او د هنري زده كړو پروګرام ډېر لوي پروګرام دے، دا پروګرام به د دواړو اسلامي وروڼو هېوادونو په نزدېوالي كښې مهم كردار ترسره كړي. دې اسلامي سكالر د پاكستان او افغانستان مشرانو ته ووئيل دوي دې په هغو منفي عناصرو ژور نظر وساتي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاٶ تريخوالي او غلط فهمو پېدا كولو هڅې كوي. ده ووئيل تاريخ ګواه دے چې پاكستان په افغانستان كښې پرمختګ او خوشحالې لپاره تل د زړه له كومي په اخلاص سره هڅې كړي او افغانستان ئې د خوشحالې او پرمختګ په موقعو كښې شامل كړے. ده دا هيله څرګنده كړه چې افغان مشران ، اولس او په خاص توګه ځوانان به د خپل هېواد خوشحالې لپاره مهم كردار ترسره كړي.

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس