کراچي 05 اګست (اے پي پي) خزانې وزير مف??اح اسماعيل وئيلي دي د كېپټل ماركيټس اهميت او د جديد معيشت په پرمختګ كښې د دې په مهم كردار ښه پوهېږو ، د ھغه ټولو مسئلو د حل عزم لرو كومې چې په كېپټل ماركيټ پرمختګ كښې كښې خنډ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ??رځ په پاكستان سټاك اېكسچېنج (پي ا??س اېكس) كښئ د كاروباري ??رځ په پېل دستورې ته د خاص مېلمه پ?? توګه وكړه۔ په دې موقع د كاروبارۍ ??رځ په پېل ټږۍ وغږولې شو۔ په دستوره كښې د ا??س اي سي پي چيئرمېن عامر خان، د پي ا??س اېكس اېم ډي او سي اي او فرخ اېچ خان،د پي ا??س اېکس بورډ غړو، مهمو شراكتدارو او مېلمنو ګډون وكړو۔ مف??اح اسماعيل د هېواد په موجوده مېكرو اكنامك صورتحال خبرو كښې ووئيل د معاشيات كار پوهه پ?? توګه په بنيادي خبرو زما نظر دے، مېکرو اکنامك نقطه نظر څخه مونږ له خپل معيشت سالوېنټ ساتل دي او دا د ډيفالټ كېدو نه بچ كول دي٬ د څو ورځو په مهال د ډالر په مقابل كښې د روپۍ قدر زيات شوے ځكه چې مونږ درآمدات كم كړي او دې سره زمونږ د زرمبادله په اخراج ??ښې كمے راغلے٬ ده ووئېل اګرچه د پرمختګ په لحاظ سره دا ښه صورتحال نه دے خو د ماضي نه ډېر بهتر دے۔ مف??اح اسماعيل ووئيل زمونږ ټېكس ټو جي ډي پي په 9.2 فيصده ډېر كم دے مونږ له به معاشي استحكام ترلاسه كولو لپاره ښه كار كول وي او مونږ به په دې لړ كښې پرله پسې او په منظم ډول اصلاحات كوٶ٬ په فيول سبسډي ختمولو او نېغ په نېغه ټېكسونو كښې د اضافې اقدامات خواږه ترلاسه كېږي او هېواد د ډيفالټ كېدو نه بچ كړے شوے۔ د دې نه وړاندې د پي ا??س اېكس اېم ډي فرخ خان د خزانې وزير هركلے وكړو۔دغسې دستورې ته په دې موقع د اېم ډي فرخ خان او نورو هم وېنا وكړه
د کيپټل مارکيټ په پرمختګ كښې رامخې ته مسئلې د حل كولو عزم لرو۔ د خزانې وزير مفتاح اسماعيل پي اېس اېکس كښې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ