اسلام آباد30ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي ديپاكستان په افغانستان كښې تل پاتي امن لپاره ځانګړے كردار ترسره كوي٬ بايد اسلامي هېوادونه د افغانانو بشري مرستې لپاره راوړاندې شي٬د ګاونډيانو هېوادونو څخه د ترهه ګرو په داخلېدو قابو موندلو لپاره پاكستان په پوله د خار دارتار لګولو كار بشپړ كړے ٬سي پیك به په هر ډول بشپړولې شي٬وزيراعظم عمران خان د پرائس كنټرول كمېټو څارنه كوي٬اولس ته به راتلونكو څو مياشتو كښې د ضروري څيزونو په بيعه كښې رېليف ترلاسه شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل پاكستان د خوراك څيزونه ګاونډي هېواد افغانستان ته ولېږل او په سباؤن كښې به هم دا مرسته روانه ساتلې شي۔نورو هېوادونو له هم د افغان اولس خيال ساتل پكار دي۔ده ووئيل سي پېك به په هر قيمت بشپړولې شي٬ځينې نړيوال قوتونه چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ لپاره خنډان رامخې ته كوي۔وفاقي وزير ووئيل د كورونا له امله په ټوله نړۍ كښې ګراني زياته شوې٬په نړيواله كچه د پیټروليم منصوعاتو بيعه كښې د اضافې له امله په پاكستان كښې هم د پیټروليم مصنوعات بيعه زياته شوې۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت عام وګړي له رېليف وركولو لپاره ګامونه پورته كوي٬وزيراعظم عمران خان د پرائس كنټرول كمېټو څارنه كوي٬اولس ته به راتلونكو څو مياشتو كښې په ضروري څيزونو رېليف ترلاسه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئويل وزيراعظم عمران خان به خپله پنځه كاله آئيني موده پوره كوي۔پاكستان پيپلز پارټي او مسلم ليګ(ن)په راتلونكو ټول ټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف مقابله نه شي كولې
پاكستان په افغانستان كښې تل پاتي امن لپاره ځانګړے كردار ترسره كوي٬ بايد اسلامي هېوادونه د افغانانو بشري مرستې لپاره راوړاندې شي۔ ۔داخله وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores