اسلام آباد 21 اکتوبر(اے پي پي)د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان چې په دريو كلونو كښې كوم سكينډل رامخې ته نشو نو د هغه په كورنۍ تنقيد پېل كړے شوے٬ كله چې كنځل وكړے شي نو غبرګون خو به راځي٬د كورونا له امله د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې ګراني راغلې٬حكومت به اولس ته په اوړو٬چينو او د خوراكي تېلو پشمول د خوراك څښاك په څيزونو ټارګټډ سبسډي وركوي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د وزيراعظم وياند ووئيل ځينې خلك د سياسي او صحافتي اخلاقو څخه پريوتي٬د دريو څلورو مياشتو نه د حكومت په ضد كمپائن چلولې شي٬مفرور نواز شريف د لندن څخه بيان وركړو٬د دې نه پس شهباز شريف مريم صفدر او د دوي نزدې ملګرو پريوتې خبرې وكړې۔ده ووئيل په خاتون اول څو ځله تنقيد وشو٬عمران خان كه په تاسو ښه لګي يا بد٬هغه سره سياست وكړې ٬كه د هغه كورنۍ په تاسو بده لګي نو بغض ورسره وساتۍ خو معاشرتي خرابي مه راپیدا كوې ٬مونږ د نواز شريف او شهباز شريف د كورنۍ د مېرمنو په اړه كله هم كومه خبره نه ده كړې۔ده ووئيل بشریٰ بي بي د پاكستان لور٬مور او مېرمن ده٬كه عاصمه شيرازي سره په هغې د تورونو كوم ثبوت وي نو بيا دې خبر وركړي خو د ثبوت نه بغېر دې د خپلو خواهشاتو خبر نه جوړوي۔ ده ووئېل عاصمه شيرازي په خپل خبر كښې د يوې مېرمنې سپكاوې كړے٬هغې ته يې كنځل كړي ٬ بي بي سي دا مضمون شائع كړے ٬ ولې د دوي ادارتي بورډ اوده ؤ ۔ده ووئيل چې كله حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د عيد ميلاد النبي جشن لمانځلو نو په داسې وخت كښې دا خبر شائع كړے شو۔عاصمه شيرازي ته به د دې خبر په اړه ثبوت وركول وي٬داسې نه شي كېدے چې د هغې زړه څنګه اوغواړي په چا دې هغسې تور ولګوي۔ده ووئيل مونږ د ټاكنو لپاره نه بلكې د راتلونكو نسلونو لپاره فكر كوو٬تېرو حكومتونو د پور په اخستو سره اولس ته رېليف وركړے كوم چې اوس اولس ادا كوي۔ده ووئيل تېر كال په پنجاب كښې په وړو 180 اربه روپۍ سبسډي وركړې شوې٬اوس به ټارګټډ سبسډي وركولې شي٬په ټوله نړۍ كښې د ګرانۍ طوفان دے او د پاكستان رياست اولس د دې څخه بچ كولو لپاره اقدامات كوي
د وزيراعظم عمران خان چې په دريو كلونو كښې كوم سكينډل رامخې ته نشو نو د هغه په كورنۍ تنقيد پېل كړے شو٬ كله چې كنځل وكړے شي نو غبرګون خو به راځي۔د ډاكټر شهباز ګل پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : quina acumulada