اسلام آباد 14جنوري (اے پي پي) خارجه سېكرټري سهيل محمود د جمعې په ورځ د تركيه نائب خارجه وزير سيدت اونال سره ټېليفوني تماس نيولے او د پاكستان او تركيه په دوه اړخيزه مرستې اډانه اړيكې په لا مضبوطولو ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد په سوشل مېډيا خپل ټوېټ كښې وئېلي دي د ټېليفوني تماس په مهال خارجه سېكرټري سهيل محمود او د تركيه نائب خارجه وزير سيدت اونال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې او د دواړو هېوادونو ترمينځه مشاورت او مرستې زياتولو ته اتفاق راغلے
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل