اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) قومي اداره صحت د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د تودوخې زياته درجه په نظر كښې ساتلو سره د هيټ سټروك په اړه اېډوائزري جاري كړې. دا اېډوائزري د هيټ/ سن سټروك مخ نيوي په اړه په وخت او مناسب اقداماتو لپاره د روغتيا اړوند ادارو ته جاري كړې شوې. د اېډوائزري له مخې د هيټ سټروك په علاماتو كښې ګرم او خشك جلد، كمزوري يا سستي، تبه، د سر درد او د زړه درزا زياتېدل شامل دي. هيټ سټروك يو داسې طبي حالت دے چې په وخت ئې مناسب علاج ونه كړے شي نو ژوند اخستونكو هم ثابت كېدې شي، د دې اعضا ته زيان رسېدې شي او د معذورې سبب جوړېدے شي. وړوكو ماشومانو، د زيات عمر كسانو، د ذيابطيس او هائي بلډپرېشر رنځورانو، اېتهليټس، بهر كار كوونكو كاركنانو ته د هيټ سټروك زيات خطر وي. په اېډوائزري كښې چې په كومو احتياطي تدابيرو زور وركړې شوے په هغو كښې په ګرم موسم كښې زياتې اوبه څښكل، په ګرم او مرطوب موسم كښې د زياتې تودوخې ځايونو ته په لمر كښې د ورتللو نه ډډه كول، په ګرم موسم كښې ټوپې په سر كول او د كم رنګ جامې اغوستل شامل دي، بايد په لمر كښې كار كوونكي كسان زياتې اوبه او مشروبات استعمال كړي، نورو معلوماتو لپاره دا اېډوائزري د قومي اداره صحت په وېب پاڼه (www.nih.org.pk) هم موجود ده.
قومي اداره صحت د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د تودوخې زياته درجه په نظر كښې ساتلو سره د هيټ سټروك په اړه اېډوائزري جاري كړه
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2