اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان تېر كال په حل شويو 15 لكه شكاياتو كښې د وګړو په بېرته شكاياتو د 2 لكه 38 زره شكاياتو د بېرته پرانستې حكم كړے دے. شكايات به نظرثانې لپاره مجاز اعلٰی چارواكو ته سپارلې شي. د خالي په ورځ د وز??راعظم د دفتر څخه په جاري شوې خبرپاڼه كښې وئيلي شوي دي چ?? وز??راعظم عمران خان هدايت كړے چې په صوبائي كچه دې د نظرثانې نګران اړوند چيف سېكر??ري او آئي جي وكړي او په وفاقي كچه به د اړوند وزارت سېكر??ري په شكاياتو د نظرثانې ذمه وار وي. وز??راعظم د وفاقي ادارو د يو لك اووه زره شكاياتو د بېرته پرانستې حكم هم كړے، په صوبائي كچه 80 زره شكايات د پنجاب حكومت د ماتحت ادارو دي. د وز??راعظم د دفتر څخه دا هم وئيلي شوي دي چ?? د خېبر پښتونخوا د حكومت د ماتحت ادارو 27 زره شكايات به پرانستلې شي، د سندھ صوبې به 15 زره ، د بلوچستان به 3 زره او د آزاد كشمير به په يوولس سوه شكاياتو نظرثاني كېږي. په ګلګت بلتستان كښې به 400 شكايات بېرته پرانستلې شي. شكايات د ميونسپل سروسز، برېښنا او ګاز، مواصلاتو او د تعليم څانګې په اړه دي. د وز??راعظم دفتر په هدايت كښې وئيلي شوي دي چ?? په شكاياتو نظرثاني كولو سره دې اعلٰی چارواكي ??پورټ جمع كړي.
وزيراعظم عمران خان د وګړو د 2 لكه 38 زره شكاياتو د بېرته پرانستې حكم وكړو
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر