اسلام آباد۔1فروری(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره د نهې په ورځ بهاولپور ته روان شو چرته به چې هغه د نيا پاكستان قومي صحت كارډ پروګرام اجرا كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاي شوي بيان لمخې د صحت كارډ پروګرام اجرا دې نه وړاندې په خېبر پختونخوا، پنجاب، اسلام آباد، ضلع تھر پارکر، ګلګت بلتستان او آزاد جموں و کشمیر كښې شوې ده۔ په بهاولپور ډويژن كښې د شاملو ضلعو رحیم یار خان، بهاولپور او بهاولنګر د يو كروړ 5 لكه نه د زياتو وګړو شاملېدو نه وروستو به په پنجاب كښې د قومي صحت كارډ څخه د استفاده كوؤنكو اهل كورنيو او وګړو په شمېره كښې 63 فيصده اضافه وشي۔ قومي صحت كارډ د حكومت لخوا يو انقلابي اقدام دے چې ورسره به تر لس لكه روپو د وېړيا درملنو آسانۍ وګړو ته په نجي او سركاري روغتونونو كښې ترلاسه وي۔ وزيراعظم به په دې موقعه خطاب هم كوي۔
وزيراعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره بهاولپور ته روان شو
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس