اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) پبلك اكاٶنټس كمېټۍ (پي ??ے سي) ته آډټ چارواكو وئيلي دي بېلو وفاقي وزارتونو٬ ماتحت ادارو او ډويژنونو د حسابونو د آډټ د لارې د كال 18-2017 په مهال د 160 اربه 20 كروړه روپو ريكورۍ كړې ده ٬ آډټ څخه د يوې روپۍ په خرڅ كولو 34 روپۍ ريكور كړې ٬ د آډټ په معاملو د قانون سازۍ نشتوالي له امله مونږ د خپلواكه سركاري ادارو د آډټ پشمول يو شمېر ستونز وسره مخ يو۔ د ګل په ورځ د پي ??ے سي غونډه د چيئرمېن ميا شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پي ??ے سي غړو او د اړوندو سركاري ادارو لوړ پوړو ګډون وكړو۔ د غونډې په پېل كښې د پي ??ے سي چيئرمېن ووئيل د 6 ذيلي كمېټو د مشر??نو پرېكړه شوې ده٬ د ذيلي كمېټو مشران به د پي ټي آئي ٬ پيپلز ګوند او اېم اېم اے غړي وي ٬ دوي ته خواست كوٶ چې د اتحادي ګوندونو په مشاورت د پي ??ے سي سېكټرېټ ته نامې وركړي چې وروستو به ئې اعلان كولې شي۔ پي ??ے سي ته آډيټر جنرل د بريفنګ په مهال ووئيل بېلو وفاقي وزارتونو٬ ماتحت ادارو او د ډويژنونو د حسابونو د آډټ او آئين له مخې د آډيټر جنرل ذمه واري ده چ?? مقصد ئې مالياتي نظم او نسق په ځائ ساتل دي او د سركاري خرڅونو د نګرانۍ لپاره د پارلمان د يو معاون په توګه كار كوٶ۔ په دې موقع د پي ??ے سي چيئرمېن شهباز شریف ووئيل تېره ورځ د هوټل جوړولو په معامله په ځنيو ورځپاڼو كښې دا تاثر وركړې شوې چې پي ??ے سي نېب او اېف آئي اے ته ستغې سپورې وئېلې دي ٬ دا تاثر ??م نه دے٬ ما يوازې معلوماتو لپاره خبره كړې وه۔ په دې موقع چیئرمېن شهباز شریف آډيټر جنرل ته امر وكړو چې د ريټائرډ سركاري افسر??نو د پنشن وغېره څخه د شوې ريكوري د تفصيلاتو ذكر په آډټ راپور كښې خامخا وكړئ۔
د میا شهباز شریف په مشرۍ كښې د پي اے سي غونډه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا