اسلام آباد 13 جولائی (اے پي پي) پاكستان او انډونېزيا د ترهه ګرۍ د مخ نيوي او پالېسي پلاننګ ډائيلاګ په اړه د شريكې مرستې په جاري ساتلو اتفاق وكړو۔د دې خبرې پريكړه تېره ورځ په جكارته كښې د پاكستان او انډونېزيا د خارجه چارو وزارتونو ترمينځه د دوه اړخيزه مشاورتي فورم د غونډې په موقع شوې۔په فورم كښې د سياسي٬دفاعي٬امنيتي٬اقتصادي او د كونسلر چارو پشمول د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو بيا د سره جاج واخستلې شو۔اېډېشنل سېكتر(اېشيا پيسفك)سيد ذوالفقار ګرديزي په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي او د انډونېزيا د اېشيا پيسفك او د افريقائي چارو ډائرېكټر جنرل د خپل پلاوي مشري وكړه۔دواړو هېوادونو د سوئېلي آسيا او د آسيان پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې وكړې
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ