اسلام آباد ۔ 26 نومبر(اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قرېشی وئيلي دي هند مقبوضه جمو وكشمير كښې ظلم او زياتي او د پېلټ ټوپكو كارولو ٬ د ګرفتاريانو او د مېرمنو بې حرمتۍ په شمول د بشري حقونو منظمو خلاف ورزيو كره كتنې او جاج اخستلو مطالبې نه پرله پسې سترګې پټوي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د ناروے پخواني وزيراعظم كجيل مګنے بونډ ويك سره خبرو كښې وكړه څوك چې د پاكستان او آزاد جمو وكشمي?? په دوه ورځنۍ دوره دې۔ ده ووِئيل نړيوالې ورورولۍ له به بيانونو څخه وړاندې تلو سره مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو په سمدستي توګھ ختمولو له مقصد لرونكي ګامونه پورته كول وي۔ ده د جموں و کشمی?? په اړه د ملګرو ملتونو ادارې او اېچ سي اېچ راپور او منط??ې سره اړوند د برطانوي پارلمان راپو?? په ډاګه كړو كوم چې د مسئلې د سنګينوالي په اړه د نړيوال اعتراف ثبوت دے۔ دې ځائې څخه د جاري كړې شوي پرېس ريليز ترمخه خارجه وزير ددې لوظ پخلې وكړو چې منطقې لپاره امن او انصاف ته اړتيا ده كوم چې د مقبوضه كشمير د اولس د هيلو ترمخه د كشمير مسئلې حل د لارې ترلاسه كېدې شي۔ د ناروے پخواني وزیراعظم کجیل مګنے بونډ ویک خارجه وزير د هند او په خاص توګه د سرينګر خپلې اوسنۍ دورې نه خبر كړو۔ ده ووئيل د كشمير مسئله بايد د نړيوالې ورورولۍ ترجيحي ايجنډا او ددې حل بايد د ټولو ترجيح وي۔ ده ووئيل د طاقت كارولو سره به دا مسئله حل نه شي۔ د پاکستان او هند ترمينځه مقصدي او سوليزې خبرې يوازنۍ لاره ده۔ خارجه وزير د جمو او مقبوضه كشمير اولس سره د يو والي په څرګندونه دده مننه كولو سره ووئيل چې هغه دې په هر فورم او كچه كشمير كاز رامخې ته كولو كښې خپل كردار ترسره كوي
هند مقبوضه جمو وكشمير كښې ظلم او زياتي او د پېلټ ټوپكو كارولو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی