اسلام آباد 05 اپرېل(اے پی پی) په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله څوك په حق نه دي رسېدلي ۔د قامي روغتيا ادارې لخوا جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 22 زره 994 ټېسټونه شوي چې پكښې په 155 كسانو كښې د كورونا وائرس تصديق شوے۔په دې مهال په هېواد كښې د كورونا كيسونو مثبت راتللو شرح 0.66 فيصد پاتې شوې۔په هېواد كښې د كورونا 321 رنځوران په آئي سي او وارډ كښې داخل دي
مضمون کا ماخذ : رومن دولت