اسلام آباد ?? 13 جون(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي د آزاد كشمير په ټول ټاكنو كښې به بريا د مسلم لیګ (ن) وي۔ د مسلم ليګ (ن) نه غېر بل كوم ګوند هم تر دې دمه كانديدانو څخه درخواستونه نه دې غوښتې ۔ كوم ګوندونه چې كانديدان نه لري هغوي د نورو د پښو ماتولو خبرې كوي۔ د ګل په ورځ د خبريالانو په درناوي كښې د روژه ماتي دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې درې ځله د مسلم ليګ (ن) حكومت راغلے۔ مونږ وعدې كوؤ او ??غه پالو۔ له دې كبله اولس مو هر ځلې ټاكي۔ ده ووئيل مونږ مثبت سياست كوؤ۔ د كنځلو او سپكې وېنا نه۔ ده ووئيل ايئر اېمولېنس د كشمير او ګلګت بلتستان ضرورت دے۔ په ټوله نړۍ كښې ايئر اېمبولېنس سروس شته۔ روغتون نه د رنځورانو يو ځائې څخه بل ځائې ته د وړلو انتظام ته اړ??يا ده۔ ده ووئيل سياسي ګوندونه حريف نه ملګري وي چا له چې بايد د غريبۍ ٬ نا??واندګۍ ٬ بې روزګارۍ او نا??وغ??يا په ډول مسئلو حل كولو له خپل كردار ترسره كول پكار دي۔ ده ووئېل مونږ له 29 چوكو له 250 درخواستونه راغلې۔ ده ووئيل عمران او بلاول د چورلكو د لارې د ټاكنو مهم چلوي او ??زيراعظم او د هغه ملګري وزيران په سړكونو د كشمير مزل كوي۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر ووئيل آزاد کشمیر كښې 21 جولائی د محاسبې ورځ ده۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) هېڅ اعتراض نه لري كه ټاكنې د پوځ په نګرانۍ كښې وكړې شي۔ ده ووئيل د آزاد کشمیر حکومت تر 5 كالو اولس نا??ان ساتلې۔ په لويه كچه ئې كرپشن كړے۔۔ ۔ د روژه ماتي په دستوره كښې د بېلو ورځپاڼو مديرانو ٬ مالكانو او ??ارمندانو لوئے شمېر كښې ګډون وكړو۔ په دې مهال د وزيراعم خاص مرستيال ډاكټر آصف کرمانی او او د كېډ وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدری هم موجود ؤ۔
د آزاد كشمير په ټولټاكنو كښې به بريا د مسلم لیګ (ن) وي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی