اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په جديد فلسفيانو كښې د علامه محمد اقبال نوم ځانګړې او جدا حيثيت لري٬ د علامه اقبال د پېغام رڼا وخت سره سره لا زياتېږي٬ ده د لوېديځو فلسفيانو د نظرياتو په جديد عملي انداز كښې م??ثر ځواب وركولو سره اسلامي نظريات بيا ژوندي كړي۔ د جمعې په ورځ د اقبال ورځې په موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په خپل پېغام كښې ووئيل چې ?? مفكر پاكستان د خوب تعبير د پاكستان تحريك انصاف اېجنډا او منشور ??ے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان پاكستان د قائداعظم او علامه اقبال د سوچ له مخې جوړولو عزم لري۔ ده ووئيل چې ځوانانو ته په خاص توګه د علام اقبال د كلام لوستلو ضرورت ??ے۔ اقبال ځوانانو ته د خودي پېغام وركړے او دوي ته ئې د شاهين ژوند خپلولو سره د پرله پسې هڅو درس وركړے۔ ده ووئيل چې ځوانان فكر اقبال خپلولو سره د پاكستان او د اسلامي امت رښتينې خدمت كولې شي
د مفكر پاكستان د خوب تعبير د پاكستان تحريك انصاف اېجنډا او منشور دے٬ ځوانان فكر اقبال خپلولو سره د پاكستان او د اسلامي امت رښتينې خدمت كولې شي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی