اسلام آباد۔31 مارچ (اے ??ی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي آپرېشن ضرب عضب ٬ رد الفساد او د ترهه ګرۍ په ضد كاروايو سره په پوليو قابو موندلو له مرسته ترلاسه شوې ده ۔ دوزیراعظم لخوا د اولس صحت له د مهمو ګامونو غوره نتيجې رامخې ته شوي دي۔ اولس مشر دا خبره د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې د روغتيا نړيوالې ادارې سيمه ايز ډائرېكټر ډاكټر محمد فكري سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د روغتيا دوهمه وزيره سائره افضل تارړ او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د ترهه ګرۍ خاتمې سره په پوليو قابو موندلو له مرسته ترلاسه شوې۔ ده ووئيل د صحت عامه په ډول بنيادي اسانۍ اولس ته وركولو له د وزیراعظم په مشرۍ كښې حكومت مهم ګامونه پورته كوي۔ اولس مشر ووئيل دوهمې و??ير?? سائره افضل تارړ د صحت په اړه د وزيراعظم په وژن ډېر په خوارۍ كار كړے۔ اولس مشر د ورلډ ھېلت آرګنائزېشن لخوا د روغتيا څانګې پاكستان سره د كړې مرستې ستائنه كولو سره ووئيل د دې په نتيجه كښې پاكستان كښې د رنځونو مخنيوي او د صحت عامه په مسئلو قابو موندلو له به مرسته ترلاسه شي۔ ده هيله ولرل?? چې دا مرسته به دوامداره وي ۔ ده هيله ولرل?? چې د ډبلیو اېچ او لخوا به دا مرسته سباؤن كښې هم جاري ساتلې شي۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان حكومت د پوليو په شمول د ټولو موذي رنځونو ختمولو ته خاص پام لرنه كوي او دې لپاره ټولې وسيلې كاروي۔ په دې مهال ريجنل ډائرېكټر ډاكټر محمد فكري ووئيل د وزیراعظم ھیلتھ کارډ سکیم به د صحت عامه په لړ كښې ډېر ګټور ثابت شي او دې سره به د عامو وګړو درملنو له مرسته ترلاسه شي۔ ده باور وركړو چې د صحت عامه اسانيو عام كولو له به د پاكستان حكومت سره د ډبليو اېچ او مرسته روانه ساتي۔
آپرېشن ضرب عضب ٬ رد الفساد او د ترهه ګرۍ په ضد كاروايو سره په پوليو قابو موندلو له مرسته ترلاسه شوې
مضمون کا ماخذ : گرم گرم