ډيووس 18 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي زمونږ حكومت په اقتصادي اصلاحاتي ايجنډه عمل كوي٬دريو كلونو لنډه موده كښې معاشي استحكام ترلاسه شوې او معيشت استحكام موندې۔د شورو په ورځ 47 مې نړيوال اقتصادي فورم كلن غونډې په موقع د ومپل كوم ډلې چيف ايګزېكټو افسر جين چارلي سره د ملاقات پھ مهال ده ووئيل حكومت په اقتصادي اصلاحاتي ايجنډه عمل كوي۔دې سره د ترهه ګرۍ٬معيشت او برېښنا په لويو چېلنجونو قابو موندلې شي۔جين چارلي ووئيل د تعليم او سكلز ډوېلپمنټ پروګرام په حقله پاكستان سره كار كولو لپاره د سركاري او شخصي شراكتدارۍ خوښي لرو۔ده ووئيل زمونږ كمپنۍ په پاكستان كښې د نوې پراډكټس پېل كولو خوښي لري ځكه چې پاكستان لويه منډي ده۔ده هېواد كښې د سرمايه كارۍ د فضاﺀ ستائنه وكړه او وې وئېل دا غېر ملكي سرمايه كارو لپاره لويه ډالۍ ده
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب