اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) چين څخه په حكومتي كچه د يو لك 25 زره مېټرك ټن او آذربائيجان څخه د 35 زره مېټرك ټن يوريا اغستو اجازه وركړې ٬ ټي سي پي ته د هېواد ضرورتونو لپاره د نورې يوريا درآمد كولو په لړ كښې ټرېډنګ كارپورېشن آف پاكستان ته د عمل وړ آپشن كتلو هم امر شوے۔ د اي سي سي غٶنډه د جمعې په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو سيد نويد قمر، خرم دستګيرخان، مخدوم سيد مرتضيٰ محمود، د خزانې وزيرمملکت ډاکټرعائشه غوث پاشا، د پټروليم وزيرمملکت مصدق ملك، خاص مرستيال طارق باجوه، ډاکټر محمد جهانزېب خان، د اېس اي سي پي چيئرمېن ، وفاقي سېكترانو، د اېف بي آر چيرمېن او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د دوه لكه مېټرك ټن يوريا اخستو پحقله سمري وړاندې كړې شوه٬ غونډې ته ووئيل شول وزارت د چين د فرمز لخوا په كمه بيعه د يوريا وركولو پشمول په بېلو تجويزونو خبرې كړي۔ اي سي سي په معامله تفصيلي بحث نه پسچين څخه په حكومتي كچه د يو لك 25 زره مېټرك ټن او آذربائيجان څخه د 35 زره مېټرك ټن يوريا اغستو اجازه وركړه٬ ټي سي پي ته د هېواد ضرورتونو لپاره د نورې يوريا درآمد كولو په لړ كښې ټرېډنګ كارپورېشن آف پاكستان ته د عمل وړ آپشن كتلو هم امر كړے دے
اي سي سي چين څخه د يو لك 25 زره مېټرك ټن او آذربائيجان څخه د 35 زره مېټرك ټن يوريا اغستو اجازه وركړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن