پېنډۍ 23 فروري (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د زيارت په ورځ سیاچن ت?? تللې دے او د ګياري شهيدانو په يادګار ئې د ګلونو څادر وغوړلو۔ ده ووئيل مونږ د خپلو شهيدانو په قربانيو آزادي ترلاسه كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې ګوما او ګلګت كښې عسكرو سره خپلو خبرو كښې سرلښكر ووئيل مونږ ټول د پاكستان په پوځ په لرو پرتو سيمو او سخت موسم كښې د وطن په دفاع وياړ لرو۔ ده ووئيل د كورنيو امنيتي ستونزو سره هم مونږ ختيز څخه د مستقل خطر موثره ځواب وركولو له په ب??پړه توګه چمتو يو۔ دې څخه وروستو د پوځ سرلښكر د ګل??ت بلتستان مشرانو سره خبرې وكړې او دوي له ئې باور وركړو چې د وفاق برخې په توګه د ګل??ت بلتستان حقونو باوري كولو له به پوځ د ټولو اقداماتو بشپړه مرسته كوي۔ دې څخه وړاندې سكردو ته په رسېدو د پېنډۍ كور كمانډر لېفټېننټ جنرال نديم رضا د سرلښكر هركلے وكړو
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سیاچن ته لاړ ، د ګياري شهيدانو په يادګار ئ د ګلونو څادر وغوړلو
مضمون کا ماخذ : رومن دولت