اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي)د پېټروليم وزيرمملكت ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي تېر حكومت په وخت او ارزان ګېس نه دے اغستے٬اوس د ګېس بيعه زياته شوې٬ د غريبانانو لپاره د ګېس بيعه كښې كومه اضافه نه كوو ٬اپوزېشن په پنجاب كښې د وړيا برېښنا وركولو په آسانيو سياست كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ده ووئېل تېر حكومت د څلورو نه تر 14 ډالرو په بيعه ګېس نه دے اغستے ٬اوس د ګاز بيعه 40 ډالر ته رسېدلې٬هغوي ته معلومه وه چې په تېره يخښنۍ كښې هم مونږ سره ګېس نه ؤ ٬د دې باوجود هغوي لوظ نامه نه ده كړې ٬ حالانكه مونږ سره د دريو نه تر څلورو اضافي ګارګو محفوظ ساتلو صلاحيت شته۔ده ووئيل په يخښنۍ كښې يواځې د كورونو د ګېس طلب 1170 ملين كيوبك فټ دے او زمونږ د هېواد په ذخائرو كښې 670 ملين كيوبك فټ ګيس شته٬ حكومت د ګېس دا كمي پوره كولو لپاره كومه منصوبه بندي نه ده كړې۔ده ووئيل پي ټي آئي د خپل حكومت تللونه څه موده وړاندې دا قانون جوړ كړے چې د ګېس بيعه به اوګرا مقرر كوي٬اوس د ګېس په بيعه كښې د بدلون اختيار د حكومت سره نشته٬د دوه كلونو څخه د ګېس بيعه زياته شوې نه ده٬مونږ له به په دې اړه پريكړه كول وي۔۔ده ووئيل غريب اولس په اېل پي جي پخلے كوي د هغې بيعه هم زياته شوې ٬د اېل پي جي په بيعو كښې د اضافې بوج به په هغه خلقو اچولے شي څوك چې د برداشت طاقت لري۔ده ووئيل د رياست فرض دے چې غريبو خلقو ته رېليف وركړي٬د وزيراعظم هم دغه وژن دے چې غريبو ته آسانۍ وركړی شي۔د دې په تناظر كښې په پنجاب كښې به 100 يونټس استعمال كوونكو ته وړيا برېښنا وركولې شي خو اپوزېشن په دې هم سياست كوي۔۔
تېر حكومت په وخت او ارزان ګېس نه دے اغستے٬اوس د ګاز بيعه زياته شوې۔ډاكټر مصدق ملك
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت