اسلام آباد26اکتوبر (اے پي پي)بيلجيئم، لکسمبرګ او اروپائي ائتلاف كښې د پاکستان سفيرظهير اے جنجوعه وئيلي دي چې هندي واكدارانو د خپل غېر قانوني كرېك ډاٶن٬ پوځي محاصرې څخه كشميريان د خپلو بنيادي بشري حقونو او آزادۍ څخه محروم ساتلي دي۔ د تورې ورځ په موقع خپل پېغام كښې سفير سفيرظهير اے جنجوعه ووئيل نړيواله ورورولي دې خپل كردار لوبولو سره په هند فشار واچوي چې ھغوي په سمدستي توګه ماورائے عدالت وژنې بند كړي٬ پوځي محاصره ختمه كړي٬ د پنځم اګست كال 2019م غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام بېرته واخلي او د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كړي۔ ده ووئيل د بشري حقونو نړيوالې ادارې او تنظيمونه٬ مبصرينو او نړيوالې ميډيا ته مقبوضه سيمې ته د رسنې اجازه وركوي۔ ده ووئيل په مقبوضه جمو و کشمير كښې هندي ظلمونه بې نقابه كولو لپاره د بې ګناه كشميريانو غږ جوړ شۍ او د يو قوي نړيوال ردعمل څرګندونه وكړۍ
هندي واكدارانو د خپل غېر قانوني كرېك ډاٶن٬ پوځي محاصرې څخه كشميريان د خپل بنيادي بشري حقونو او آزادۍ څخه محروم ساتلي٬ د پاكستاني سفير ظهير اے جنجوعه د تورې ورځ په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو