اسلام آباد ۔ 28 نومبر (اے پی پی) آبي وسائلو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته وئيلې شو?? په مومند بند كار ??ه د راروان كال تر فر??رۍ او په ديامر بھاشا بند به مئي جون كښې پیل كړې شي۔ واپډا د نيلم جهلم او تربېلا فور په ډول بندې كړې منصوبې پايې ته رسولې ۔ بلوچستان حکومت کچھی كېنال څخه 74 زره اېكړه فټه اوبو كښې د 10 زره نه د زياتو ترلاسه كولو استعداد نه لري۔ په پی اېس ډی پی كښې د آبي وسائلو 86 منصوبو كښې 36 د بلوچستان دي۔ د پارلمان غړي دې خپل ترجيحات راكړي مونږ به د ترلاسه وسائلو ترمخه هغه منصوبې ترسره كړو۔ د قائمه كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ د چيئرمېن سناتور شميم آفريدي په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې سناتور حاصل بزنجو ٬ ډاکټر جهانزېب جمال دینی، سردار ??عظم خیل، سناتور عثمان کاکړ، سناتور ګیان چند او د سناتور صابر په شمول د آبي وسائلو سېكترې شمائل خواجه ٬ د واپډا چیئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ دآبي وسائلو سېكتر شمائل خواجه كمېټۍ ته ووئيل د پي اېس ډي پي ترمخه د بلوچستان په 36 منصوبو كښې 32 منصوبې منظورې كړې شو?? ۔ په مجموعي توګه د آبي وسائلو منصوبو له 70 اربه روپۍ پكار ??ي۔ تر دې دمه 22 اربه روپۍ لګولې شو?? او نور 47.3 اربه روپۍ به روان كال كښې مصرف كړې شي۔ دې ووئيل كه پارلماني غړي سپارښتنه وكړي نو مونږ د بلوچستان منصوبو له ټولې روپې په ترجيحي منصوبو مصرف كولې شو??۔ دې ووئيل بلوچستان كښې خزان بند لپاره تېر كال 35 ملين روپۍ بېلې كړې شوې وې كومې چې ټولې جاري كړې شو?? ۔ د روان كال په مهال 40 ملين روپۍ بېلې كړې شو?? كومو څخه چې 8 ملينه روپۍ تر دې دمه جاري كړې شو?? ۔ كمېټۍ ته ووئيلې شو د باړه بند جوړولو لپاره په كال 2002ﺀ كښې د پي سي ون جوړولو عمل پېل شوې ؤ ۔ دې ډېم څخه به 6 مېګاواټه برېښنا ترلاسه كېږي۔ د كال 2009ء ستمبر مياشت كښې پي سي ون كښې د 14 ارب 20 کر??ړه 80 زره روپو مصرف كولو منظوري وركړې شوې وه د كومې چې د دغه كال دسمبر او د كال 2010ﺀ په اپرېل مياشت كښې ټېنډر جاري شوې ؤ ولې چا هم كومه بولي ورنكړه۔ د پي سي ون ټو ترمخه د دې مصرف اوس څو چنده زيات شوې۔ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن د خزانې ډېم جوړولو لپاره د ځائې بدلون د معاملې جاج اخستلو له د كمېټۍ جوړولو منظوري وركړه او كمېټۍ سفارش وكړو چې پي اېس ډي پي كښې دې د مېشته فنډز ترمخه بلوچستان كښې يو يا دوه واړه بندونه په ترجيحي بنيادونو بشپړ كړې شي او په سي پېك كښې دې ه?? د ??بي ذخيره جوړولو منصوبې شامل كړې
په مومند بند كار به فرورۍ ٬ په ديامر بھاشا بند به مئي جون كښې پیل شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات