اسلام آباد20ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د الېکشن کميشن آف پاکستان (اي سي پي) رپورټس څخه د فلپائن ټول ټاكنو شمېرې قصداً د جلا كولو د معاملې تعين لپاره پلټنې پكار دي ۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ده د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د ټويټ حواله وركولو سره ووئيل په فلپائن كښېد الېکټرانك ووټنګ مشينز (اي وي اېم) شمېرې ډېرې مهمې دي۔ صدر په ګوتهكړې چې فلپائن كښې د اي وي اېم معرفي كېدو سره د ووټرز باور زيات شوے٬ الېكشن پټېشنز او د قتل او تشدد پېښې په غېر معمولي توګه كمې شوي۔ صدر وئيلي ديزه په پاكستان كښې هم داسې بدلون ليدل غواړم۔ صدر عارف علوي وئيلي پاكستان كښې د الېكټرانك شمېرې مرستې لپاره د پېپر بېلټ نظام شتوالے هم د فلپائن څخه زيات مضبوط دے٬ د شمېرو له مخې په فلپائن كښې د كال 2007 ټاكنې د روايتي پېپر ووتنګ نظام له مخې شوي او د نتيجو اعلان شپږ اوونۍ پس شوے ٬ په كال 2010 او كال 2019 ټاكنو كښې اي وي اېم كارولے شوے او د نتيجو اعلان د ووټنګ ختمېدو نه څو ساعته پس شوے ٬ د فلپائن د كال 2007 په ټول ټاكنود اولس د باور شرح يواځي 35 فيصد وه او د كال 2010 او كال 2019 په ټاكنو د باور شرحپرله پسې 75 او 89 فيصدته رسېدلې ٬ د كال 2007 د ټاكنو نه پس نتيجې چېلنج كولو لپاره نزدې 1000 پټيشنز دائر كړے شوي او په كال 2010 كښې 49 او د كال 2019 د ټاكنو نه پس يوازې 11 پيټيشن دائر شوي وو۔ صدروئيلي ديفلپائن كښې په كال 2007 كښې د ټاكنو په مهال د تشدد په پېښو كښې سل پريزائيډنګ افسران وژلي شوي او د كال 2010 او كال 2019 په ټاكنو كښې داسې كومه پېښه نه وه رامخئ ته شوې۔
د اي سي پي رپورټس څخه د فلپائن ډيټا جلا كولو د معاملې پلټنې پكار دي۔ چوهدري فواد حسين
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil