صهيوني رياست د انسانيت په خلاف د جرائمو هر حد پار كړے٬د تش لاسي فلسطينيانو دې سمدستي د بشري خواخوږۍ په بنياد تر مرستې رسنه باوري كړی شي۔وزيراعظم


اسلام آباد 02اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي صهيوني رياست د انسانيت په خلاف د جرائمو هر حد پار كړے٬د تش لاسي فلسطينيانو دې سمدستي د بشري خواخوږۍ په بنياد تر مرستې رسنه باوري كړی شي٬مونږ غوښتنه كوو چې تش لاسي فلسطينيانو له سمدستي د بشري خواخوږۍ په بنياد تر مرستې رسنه باوري كړئ او د او آئي سي پليټ فارم دې لا فعاله كړے شي٬د انصاف نړيوال عدالت پريكړه٬د ملګرو ملتونو او سلامتي كونسل قراردادونه٬جنيوا كنونشن او د بشري حقونو تنظيمونو اعلاميې٬د ټولې نړۍ نه د جنګ بندۍ غږونه هر څه د باردو ښكار شوي ٬په نړۍ د بې حسۍ او د باردو راج دے۔د نړۍ امن او پرمختګ ته د دې اقدامات څخه خطر پېښ دے٬نړيوالې ادارې او نړۍ دې د دې نوټس واخلي۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل په داسې وخت چې كله ټول پاكستان او عالم اسلام تهران كښې د اسماعيل هنيه په شهادت غم جن دے٬دا خوشبينه ده چې څو قدرمندو غونډې ته متفقه قرارداد راوړو ٬په دې د واكمن اتحاد د شاملو ګوندونو او د ټول اپوزېشن مننه كوم۔ده ووئيل د دې غونډې په زړه پورې غږ به په نړۍ كښې اورېدلې شي او په دې به د پاكستان د دښمنونه زړونه اوخوېږي او د پاكستان دوستانو ته به تقويت ترلاسه شي۔وزيراعظم ووئيل تېره ورځ په دې اړه د اتحادي ګوندونو غونډه هم وشوه چې پكښې دوي په زړه پورې رهنمائي وكړه ۔ده ووئيل مونږ د مېړنو فلسطينيانو سره د زړه نه د يووالي څرګندونه كوو څوك چې د تاريخ بدترين ظلم٬جبر او بربريت ته ولاړ دي۔فلسطين مقتل جوړ شوے٬صهيوني رياست د 9 مياشتو نه قتل عام كوي او د 40 زره نه د زياتو ماشومانو او مېرمنو پشمول فلسطينيان شهيدان كړی شوي ٬د هغه ځاے د ودانو سيمو نه اديرې جوړی شوي٬ چرته به چې د ماشومانو د لوبو غږونه او خنداګانې اورېدې شوې اوس هلته چغې سورې دي او هر پلو بهيدلې وينه انصاف غواړي چې دا ظلم به كله ختمېدېږي۔ده ووئيل د هغې فلسطينۍ لور غږ زمونږ په غږونو كښې كړنګار كوي چا چې دا موقف لرلو چې مونږ د مسلمانۍ ٬د يو خداے٬يو رسول او د يو قرآن منلو په سبب وژلې كېږو۔وزيراعظم ووئيل اصل پوښتنه د انصاف ده٬د كوم په غوره اصولو چې چارټر جوړ شوے٬نړۍ ته د انصاف ځاے جوړولو زيرے وركړے شوے ؤ ٬نن د هغه انسانانو وينه په چغو چغو انصاف غواړي۔ده ووئيل نن نړيوال ضمير پخپله انصاف لپاره لكه د مجرم ولاړ دے۔د دې به يو ورځ ځواب وركول وي ٬ چې كله په ښكاره نړيوالې ضابطې تس نش كړې شي ٬ چې د بې ګناه انسانانو ودانۍ په خاوره او وينه ولمبولې شي ٬ چې كله د ملګرو ملتونو او مېډيا دفترونه٬روغتون او سكول د درندګۍ ښكار كړے شي نو داسې پوښتنې خو به راپورته كېږي٬د صبر٬كاسه ډكه شوې٬فلسطين كښې صهيوني رياست د انسانيت په ضد د جرائمو هر حد پار كړے ٬په نړۍ د بې حسۍ او د بارودو راج دے٬نړۍ په خاص توګه اسلامي دنيا كښې سخته غم او غصه رامخې ته كېږي۔كه د انصاف تقاضې پوره نه كړی شو او د بې ګناه انسانو قتل عام كونكے رياست انصاف سره مخ نه كړے شو نو د اولس د قهر او عذب د لاوې مخه نيول به د هېچا د وس خبره پاتې نه شي۔ د ټولې نړۍ امن او پرمختګ ته له مينځه تللو خطر پیښ دے٬ده ووئيل د كونترې غوندې په سترګو پټولو به كار ونه شي۔په 31 جولائي اسماعيل هنيه هغه وخت شهيد كړے شو كله چې هغه په ايران كښې د نوې ټاكلي صدر د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون له هلته تلے ؤ ٬دا د امن د هلو ځلو لپاره يو لوئې زيان دے۔ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د اړخه د دې قتل سخته غندنه كولو سره د هغه كورنۍ او د فلسطين اولس سره د يو والي څرګندونه كوو۔پاكستان د عدالت نه غېر او د سيمه ايز حدود په خلاف ورزۍ د شوي قتل او د هر ډول ترهه كرۍ په زړه پورې غندنه كوي٬په دې كاروائۍ كښې چې څوك هم ككړ دي هغه دې انصاف سره مخ كړے شي۔صهيوني رياست په دې جرائمو كښې ككړ دے٬د اسرائيل د بربريت كاروائۍ د دې عكاسي كوي۔وزيراعظم ووئيل سږ كال په لسم اپرېل د اسماعيل هنيه درې زامن او څلور نوسي شهيدان كړے شول۔د نړۍ په تاريخ كښې د دې نه د زيات ظلم او زياتي داستان اورېدلې شوے او نه ليدلے شوے۔د دې نه زيات د قربانيو كوم بل داستان نشي كېدې۔تاريخ به دا قربانۍ په زرينو ټكو ليكي او دا قربانۍ به ضائع نه ځي۔اسماعيل هنيه پخپله هم د شهادت په درجه فائض شوے چې كوم قام داسې عظيمې قربانۍ وركوي هغه له كله هم ماتې نشي وركړې كېدې۔ ده ووئېل تېره ورځ د اتحادي ګوندونو په غونډه كښې په فلسطينيانو د ظلم او بربريت غندنه وشوه٬نن په دوهم اګست په ټول پاكستان كښې غم لمانځلې كېږي٬دا هم پريكړه شوې چې پاكستان به فلسطين ته د مرستې سامان ورسول روان ساتي او د مظلمو فلسطينيانو لپاره به د طبي آسانيو وركړې له هم ګامونه اخلي۔ژوبل شوي به د درملنې لپاره پاكستان ته راوړلې شي٬مونږ پريكړه كړې چې د فلسطين زده كوونكو ته به تعليم روان ساتلو له د پاكستان په مېډيكل كالجونو كښې په بېړني بنيادونو داخلې وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل مونږ غوښتنه كوو چې تش لاسي فلسطينيانو ته زر تر زره د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې رسنه باوري كړی شي٬د او آئي سي پليټ فارم فعاله كړی شي٬وزيراعظم ووئيل د جمعې مونځ نه وروستو په ټول هېواد كښې د اسماعيل هنيه د غائبانه جنازې كولو اپيل كړے شوے٬فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونې له ايوان په يوه خله قرارداد هم منظور كړے۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان سفارتي پالېسي د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د قوي موقف په بنياد نن هم دوامداره ده۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس