لاهور ۔ 3 جولائی (اے پی پی) د تربېلا د پراختيا په څلورمه منصوبه د كار په مهال رامخې ته شوې پېښه كښې 2 چینائي او 2 پاکستانی کارمندان مړه او 4 نور ژوبل شوي دي۔ واپډا چيئرمېن پراجېكټ چارواكو څخه درې ورځې كښې د شټرنګ پرېوتو سوبونو په اړه تفصيلي راپور غوښتلې۔ د واپډا وياند د اتوار په ورځ جاري كړې شوي بيان كښې ووئيل چې د 1410مېګاواټ پېداواری صلاحیت لرونكې د تربېلا بند د پراختيا په څلورمه منصوبه د ”تېز تر تعمیر پروګرام” تر سېوري لاندې 24 ساعته كار روان دے۔ تېره شپه 11 بجې د منصوبې تعميراتي كار په مهال يونټ لمبر 17 پلو د كنكريټ اچولو كار روان ؤ۔ په دې مهال شټرنګ پرېوتو۔
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa