اسلام آباد22جون (اے پي پي) د آوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاهوئيليديد آوبو وسائلو پانګې د هېواد او قام لپږاره د لائف لائن جېثيت لري٬ د ذخيرو په جوړولو كښې د يوې لمحې تاخير او د بې غورۍ متحمل كېدے نه شوو، دا د هېواد د سالميت معامله ده۔ دا دا خبرې د شورو په ورځ د څلورو ډېمونو جوړولو پحقله د مهمې غونډې مشرۍ په مهال كړي ۔ په غونډه كښې د اېن اېچ اے چيئرمېن خرم آغا، د آبي وسائلو سېكرټريکاظم نياز او د واپډا چئيرمېن نويد اصغر او نورو چارواكو ګډون كولو۔ غونډې ته په ديامر بھاشا٬ داسو،تھاکوټ او پټن ډېمونو جوړولو پحقله بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د نېسپاك اېم ډي په شركت نه كولو وفاقي وزير د ناراضګۍ څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د واپډا چيئرمېن بريفنګ كښې ووئيل دا د فكرلمحه ده چې تر اوسه اېن اېچ اے څلورو واړو بندونو لپاره د رابطه سړك فزېبلټي قدرې نه ده جوړه كړې٬ څلور واړه بندونه په قراقرم ستره لاره راځي خو تر اوسه د دې مهمې لارې د اپ ګرېډېشن كار نه دې پېل كړے شوے۔د ديامر بھاشا ډېم د تھور نله بائي پاس 24 کلوميټره لنك روډ تر اوسه نه دې شروع شوے٬ ده ووئېل سږ كال د فرورۍ په دوېمه نيټه پرېكړه شوې وه چې اېن اېچ اے به دا سړك تر 30 جون بشپړ كړي او واپډا سړك جوړولو لپاره اړوندو ادارو ته روپۍ وركړې دې۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د آبي وسائلو پانګې د هېواد او قام لپاره د لائف لائن حېثيت لري٬ د ذخيرو په جوړولو كښې د يوې لمحې تاخير او د بې غورۍ متحمل كېدے نشو، دا د هېواد د سالميت معامله ده٬ ده ووئېل مونږ خو يو كال له راغلې يو خو په دې مهال به په جنګي بنيادونو كار كوٶ۔ سيد خورشيد شاه ووئيل ټولې ادارې دې د ديامر بھاشا ډېم جوړېدونكي ټنل فزېبلټي جوړه كړي او دا دې ووئيلي شي چې په دې به څومره وخت لګي او څومره لګښت په به پرې راځي۔ ټولې ادارې دې نېسپاك سره د مشاورت نه پس ما په سمدستي توګه خبر كړي ۔دغسې وفاقي وزير د جولائي په 14مه نيټه د دې منصوبو بيا د بريفنګ اغستو غونډه راوغوښتله
د اوبو وسائلو پانګې د هېواد او قام لپاره د لائف لائن حېثيت لري٬ د ذخيرو په جوړولو كښې د يوې لمحې تاخير او د بې غورۍ متحمل كېدے نه شوو۔ سيد خورشيد شاه
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل