اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د سويډن خپل همڅنګ آنا لندے د ګل په ورځ ټېلېفوني تماس نيولے ۔ د خارجه چارو وزارت له مخې دواړو خارجه وزیرانو په دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان په اوسني وضعیت خبرې کړي ۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان منطقه كښې امن له د افغانستان بشپړه سياسي تصفيه ضروري ګڼي۔ د افغانستان د اوسنۍ مشرتابه رامخې ته شوي ابتدائي بيانونه د ډاډ وړ دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان په افغانستان كښې يو متحد حكومت غواړي۔ هغه ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به د افغانستان بيا رغونې او د افغان اولس معاشي مرستې له خپل فعاله كردار ترسره كول وي۔۔ د سويډن خارجه وزير كابل څخه د وتلو په عمل كښې په خصوصي مرسته كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د پاكستاني مشرتابه مننه وكړه۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان سويډن سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ دواړو خارجه وزيرانو دوه اړخيز اړيكې لا مستحكمولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې په وده هم اتفاق وكړو
پاکستان په افغانستان کښې یو متحد حکومت غواړي۔ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania