اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ناروے خارجه وزير ايركسن سورادے سره د زيارت په ورځ په ټېليفون خبرې كړي ۔د خارجه دفتر وياند له مخې د خبرو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬د منطقې په صورتحال٬په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو او د تجارت او سرمايه كارۍ او د توان پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو سره سره د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان ناروے سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده د پاكستان او ناروے ترمينځه تجارتي مرسته وستائېله او په پاكستان كښې يې د ناروے په سرمايه كارۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔د ناروے خارجه وزير د سكاټېك او نظام انرجي ترمينځه د سولر توان پروژې په لوظ نامه كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔د ناروے خارجه وزير په ناروے كښې د مېشته پاكستانۍ ټولنې د مثبت كردار ستائنه هم وكړه
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ناروے خارجه وزير ايركسن سورادے سره په ټېليفون خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین