اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وزارت د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشرتابه او پخواني وزيراعظم نواز شريف ته نوے پاسپورټ جاري كړے۔د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اميګرېشن اينډ پاسپورټ ډيپارټمنټ له مخې نواز شريف ته د 10 كلونو لپاره عام پاسپورټ جاري كړے۔هغه د خپل پخواني پاسپورټ د ميعاد خاتمې نه پس د نوې پاسپورټ لپاره درخواست وركړ ؤ ۔دا په ارجنټ كيټيګري كښې جوړ كړے شوے ۔ لاهور هائي كورټ نواز شريف له د 19 نومبر كال 2019 نه څلورو اونيو لپاره لندن ته د تللو اجازه وركړې وه۔
مضمون کا ماخذ : گرم گرم