اسلام آباد 16فروری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فيصل جاوېد په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب٬سېنېټر عرفان صديقي٬سېنېټر محمد طاهر بزنجو٬سېنېټر كامران مائيكل٬سېنېټر انورلال دين٬ او د اطلاعات او خپرونو وزارت او د پي ټي وي چارواكو ګډون وكړو۔د غونډې په پېل د پي ټي وي چارواكو كمېټۍ له د فنكارانو رائلټي وركولو په اړه بريفنګ وركړو۔چارواكو ووئيل په مېډيا هاؤسز كښې د رائلټي وركولو اوس كوم رواج نشته٬فنكارانو له به په اول كښې په يو ځاې روپۍ وركړې كېدې٬د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فيصل جاوېد ووئيل په ټوله نړۍ كښې فنكارانو له رائلټي وركړې كېږي٬د فنكارانو كار په بيا بيا نشر كولو پيسې ګټلې كېږي خو فنكارانو له څه نه وركړې كېږي۔ده چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د كمېټۍ په راروانه غونډه كښې د رائلټي وركولو په حقله يوه كوټلي تګلاره جوړولو او رپورټ وړاندې كړئ۔دغسې د اطلاعاتو وزارت چارواكو كمېټۍ ته د فنكارانو خېرښېګړې او مالي مرستې په حقله ووئيل۔دوي ووئيل د فنكارانو ښېګړی لپاره دا مهال دوه فنډز جوړ كړې شوي۔د مالي مرستې په حقله په درخواست ترلاسه كېدو د بورډ څخه منظوري اخستلې كېږي او درخواست كونكي ته مرسته وركړې كېږي٬ 95 فيصده درخواستونه د صحت او درملنې په حقله وي۔ دغسې حكومت د اړخه د صحت كارډ جاري كېدو نه پس به د روغتيا په حقله ستونزې تر ډېره حده حل شي۔
په ټوله نړۍ كښې د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو لپاره په 21 هېوادونو كښې د اطلاعات وزارت افسران تعينات دي٬په نړيواله كچه د پاكستان مثبت كورېج په اړه مفصل رپورټ قائمه كمېټۍ ته د وړاندې كولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر