اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې كووډ-19 زمونږ معاشي استحكام او پرمختګ ډېر ځپلې دے، د چين اقتصادي پرمختګ سره په لاطيني امريكا، ايشيا او افريقا كښې هم معاشي پرمختګ وده كړې، نن مونږ د خپل نزدې ملګري﴿چين﴾ څخه زده كړه كړې. ده دا خبرې د شورو په ورځ په چينائي سفارت كښې د پاك چين انسټيوټ تر سيوري لاندې د آل پاكستان-چائينيز انټرائز اېسوسي اېشن د كلن رپورټ اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې دا دستوره نه يوازې د چين او پاكستان ترمېنځه د ورورولې اړيكو بلكې د دوه اړخيزه تجارتي روابطو په اړه هم ډېره مهمه ده. د سېنېټ چيئرمېن د دستورې په كوربتوب د پاك- چائنا انسټي ټيوټ هڅې وستائيلې. ده ووئيل چې كووډ-19 زمونږ معاشي استحكام او پرمختګ ډېر ځپلې دے خو مونږ سره د ټولو ستونزو نه يوازې د وبا په محدود كولو كښې بريالي شوي يو بلكې معاشي زيان مو هم كم كړے او اقتصادي چارې مو په ځائ ساتلې دي. د اوسنيو چېلنجونو په نتيجه كښې پاكستان ته په خپلو معاشي پالېسو د نظرثانې كولو موقع په لاس راغلې
كووډ-19 زمونږ معاشي استحكام او پرمختګ ډېر ځپلې دے، د چين اقتصادي پرمختګ سره په لاطيني امريكا، ايشيا او افريقا كښې هم معاشي پرمختګ وده كړې. د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔