اسلام آباد 23ستمبر (اے پی پی)د عراق د هوائېځواك نائب مشر ميجر جنرل(پائلټ)محمد مجيد مهدي محمود په مشرۍ كښې يو پلاوي د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے ۔دواړو لارښودو د پېشه وره او شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔د پاك فضائيه وياند له مخې ميجر جنرل(پائلټ)محمد مجيد مهدي محمود د پېشه وره پوهې او د ايوي اېشن انډسټري خودانحصارۍ پلو په تللو د پاك فضائيه ستائنه وكړه۔ايئر چيف ووئيل پاكستان او عراق پخوانې مذهبي٬كلتوري او تاريخي خپلولې لري كومه چې د دواړو هوائې ځواكونو ترمينځه د مضبوطو روابطو څرګندونه ده۔د پاك فضائيه مشر خاص مېلمه له باور وركړو چې د عراق فضائيه حربې ضروريات تر سره كولو لپاره به پاك فضائيه تربيتي او تكنيكي څانګو كښې مرسته روانه ساتي۔ دغسې دواړو مشرانو د جے اېف پروګرام پشمول نورو څانګو كښې مرستې ته په لا وده وركولو هم اتفاق وكړو
د عراق هوائې ځواك پلاوې د ايئر هېډ كوارټرز دوره٬ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil