اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محس?? نقوي ګرد هېواد كښې په اووربلنګ د زيرو ټالرنس پاليسۍ خپلولو امر كولو سره وئيلي دي په دې كښې د ككړو كسانو په ضد دې كاروائي وكړې شي۔ خپل بيان كښې داخله وزير ووئيل اوور بلنګ به په هېڅ صورت نه برداشت كېږي٬ ګرد هېواد كښې به په اوور بلنګ كښې د ككړو په ضد د كوم فرق نه غېر اېكشن اخستلے شي او په دې به كومه سمجهوته نه كېږي۔ وفاقي وزير ګرد هېواد كښې د برېښنا غلو په ضد د كاروائۍ لا ګړندۍ كولو امر هم وكړو۔ ده ا??ف آئي اے ته د اوور بلنګ او د برېښنا غلو په ضد د سل فيصده كاركردګۍ امر وكړو ۔ محس?? نقوي ووئيل اوور بلنګ اولس سره د ظلم مترادف عمل دے ٬ په دې كښې ككړ كسان د رعايت مستحق نه دي٬ د اووبلنګ په معامله دې اولس ته په سمدستي توګه ريليف وركړے شي٬ده ووئېل د برېښنا غلا په پېښو قابو موندلو لپاره به د بلوچستان او خېبرپښتونخوا په حساس سيمو كښې ا??ف آئي اے ته امنيت وركولې شي۔
وفاقي وزير محسن نقوي ګرد هېواد كښې په اووربلنګ د زيرو ټالرنس پاليسۍ خپلولو امر وكړو
Thailand River Wonders Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria