نيويارك 27 ستمبر(اے پی پی) پاکستان په ترهګرۍ كښې د لاس لرلو په اړه د هند تورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې دا د حیرانتیا خبره ده چې یو داسې هېواد چې پخپله ترهګري د یوې آلې په توګه کاروي او كوم چې د خپلو ګاونډي هېوادونو په ضد ترهګري د ریاستي پالېسۍ په توګه خپله كړې ده هغه په نورو د ترهګرۍ تورونه لګوي۔ د پاکستان ا??تا??ي ګل قیصر سرواني د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د هند د خارجه سېكتر تنمايا لال لخوا د لګولې شويو تورونو ځواب وركولو سره ووئيل دا د حیرانتیا خبره ده چې دا هېواد په داسې حال کښې د ترهګرۍ په اړه لېکچر ورکوي چې پخپله د ترهګرۍ م??ات?? كوؤنكے رياست دے او په نړيواله كچه قاتلانه كمپائن چلوي۔ د هند ا??تا??ي كوم چې د “ليډرشپ فار پيس” سرخط لاندې په سلامتي كونسل كښې د مباحثې په مهال د وزيراعظم شهباز شريف په تقرير ٬ په كوم كښې چې پ??كس??اني وزيراعظم افغانستان څخه او په خاص توګه د داعش خراسان (آئي اېس آئي ك??) او فتنة الخوارج لخوا د ترهګرۍ د زياتېدونكې خطرې په فعاله ډول د مخنيوي په حاجت زور راوړو٬ خپل غبرګون ښكاره كولو سره په پ??كس??ان د ترهګرۍ تورونه ولګول۔ پ??كس??اني ا??تا??ي ګل قېصر سرواني د خپل ځواب حق كارولو سره په هند د حقائقو مسخ كولو د دروغو د بيانيې خپرولو تور ولګولو۔ ده ووئيل هند د تش لاسې كشميري اولس په ضد د خپلې رياستي ترهګرۍ نه علاوه د پ??كس??ان په ضد د ترهګرۍ م??ات?? كوي۔ده ووئيل د هند لخوا د ټی ټی پی او بی اېل اے د سرپرستۍ كولو كوټلي شواهد موجود دي كوم چې په پ??كس??ان د عامو وګړو او پوځي هدفونو په ضد يو شمېر ترهګرو كارروائيو كښې ككړ دي۔ ده ووئيل د يو حاضر سروس د هندي بحريې افسر او د هند د خفيه ايجنسۍ را آپرېټو کلبھوشن یادو ګرفتاري او سزا د پ??كس??ان په ضد د هند په رياستي سرپرستۍ كښې د كېدونكې ترهګرۍ نه رد كېدونكې ثبوت دے۔ ده ووئيل هند له به په خپل رياستي سرپرستۍ كښې روان ترهګري ختمول وي۔ د كشمير په اړه پ??كس??اني ا??تا??ي ووئيل د كشمير مسئله د سلامتي كونسل په ايجنډا كښې شامله ده۔ په قراردادونو كښې پرېكړه شوې ده چې د جمو وكشمير حتمي پرېكړه به د دې اولس د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د رايو شمېرې د لارې كوي۔ پاکستانی ا??تا??ي ووئيل چې د دې خبرې تصديق كوم چې جمو وكشمير په نړيواله توګه يو منلې شوې متنازعه سيمه ده٬ دا كله د هند داخلي معامله پاتې شوې او نه د هند برخه ده۔
پاكستان په ملګرو ملتونو كښې د ترهګرۍ هندي تورونه رد كړل
MG online honest betting entrance
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ