اسلام آباد 28 اپریل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر چوهدری فواد حسېن د مولانا فضل الرحمان بیان ” مونږ 24 ساعته هم د جنګ جوګه نه يو ‘ په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي يو مشر مولانا صاحب د ځوان بلاول بھټو د اړخه د ”عزت افزائې“ غم زغملے نه شي ځكه اوس په هغه چارو خبري كوي د كومو چې معلومات هم نه لري۔د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې چوهدري فواد حسېن ووئيل مولانا فضل الرحمان دې له غیر ذمه واره بيانونو وركولو څخه ډډه وكړي، مولانا د پاکستان په صلاحیتونو هغه وخت هم شك كولو كله چې هغه وئيل طالبان غرونو ته راغلي۔ وفاقی وزیر ووئيل د هغه دغه بې بنسټه شك زمونږ وسله والو ځوانانو او د قانون نافذ کوونكو ادارو ترهه ګرۍ له په ماتي وركولو لرې كړے۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د مولانا دا بيان د ترهه ګرۍ په ضد او د هېواد سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو د قرباني وركونكو شهيدانو توهين دے۔ ده ووئيل مولانا دې د خپلې سیاسی انا تسکین لپاره د قامي ګټې په چارو بې بنسټه شك نه لري۔ ده ووئيل په 27 فرورۍ چې كله پاکستان هند له د جارحیت ځواب وركړے ؤ نو هغه وخت مولانا صاحب چرته په ”چلّه“ تللے ؤ ؟ چوهدري فواد حسېن ووئيل کاش مولانا فضل الرحمان د کشمیر په اړه دومره فکرمندی هغه وخت ښكاره كړي وه كله چې د هغه ”دوست“ نواز شریف سره مودی رائے ونډ كښې ملاقات كولو۔ده ووئيل د خپل سياست لپاره په قامی ادارو بريد د غندني وړ دے۔ مولانا فضل الرحمان تر نن چې د كوم اتحاد هم قیادت کړے هغه 12 ساعته هم جنګ نه شي كولے
مولانا فضل الرحمان دې له غیر ذمه واره بيانونو وركولو څخه ډډه وكړي، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدري فواد حسېن د مولانا فضل الرحمان د بيان غندنه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا