بیجنګ 29 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير د سي پېك جي سي سي 6مې غونډه كښې د ګوادر په منصوبو رڼا اچولو كښې وئيلي دي د ګوادر ماسټر پلان او نورو منصوبو سره به ګوادر معاشي او معاشرتي پرمختګ وكړي٬ ګوادر كښې به د 300 مېګاٶاټ برېښنا په پروژه ډېر زر لاس پورې كړې شي او دې سره به د ځائي اولس ژوند ښه شي۔ ده ووئيل ګوادر كښې د څښلو اوبو ٬ روغتونونو جوړولو ا و د ټېكنيكل اووكېشنل ادارې په ټاكلې موده كښې ترسره كولې شې او دې څخه به د ګوادر اولس مستفيد شي ۔ احسن اقبال څلور واړو صوبو كښې د ماس ټرانزټ رېل??ے منصوبو له د چين د مرستې ستائنه كولو سره وئيلي دې دې څخه به په لكهونو خلقو ته ګټه ورسي ۔ ده ووئيل د سي پېك د كاميابۍ يو ثبوت دا هم دے چې اوس امريكا ٬ كانډا او اروپائې هېوادونه د سي پېك په منطقه كېدونكو آثراتو تحقيق كوي
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس